بریتانوي ډاکټران: سم سپورت د بندونو درد ته ګټه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د بریتانیا یو روغتیايي مرکز وايي، سپورت هغو ناروغانو لپاره چې د بندونو (مفصلونو) خوږ لري ګټور دی او باید "اصلي درملنه" وګڼل شي.
د بریتانیا د روغتیا او درملنې ملي اداره وايي:"کېدای شي لومړیو کې د سپورت کولو سره درد احساس کړئ خو د درد په کمولو کې مرسته کوي او له هغو کسانو سره چې د بندونو خوږ لري، مرسته کوي چې بندونه یې نرم (انعطاف منونکي) او سالم پاتې شي."
د بندونو دې ناروغۍ تشخیص لپاره سکن ته اړتیا نه وي او د درد اراموونکې قوي ګولۍ هم نه ور کول کېږي.
د بندونو سولېدل او ورستېدل کېدل
د بندونو سولېدل یوه ډېره عادي ناروغۍ ده. یوازې په بریتانیا کې ۷.۴ میلیون کسان چې عمرونه یې له ۴۵ کلونو پورته دي، پر دې ناروغۍ اخته دي.
پر دې ناروغۍ انسان هغه وخت اخته کېږي چې د عمر تېریدو سره یې مفصلونه زیانمن شي.
د دې ناروغۍ نښې ځینو کسانو کې کمې وي خو ځینو نورو کې بیا له سخت درد، پړسوب او التهاب سره ملې وي چې سپورت کول ورته سختوي.
د بریتانیا د روغتیا ملي اداره وايي، بدني فعالیت باید اصلي درملنه وي نه د درد ارامولو لار او وسیله.
دا اداره هیله منه ده، چې له دې نوې لارښونې سره به ناروغان ډاډمن کړي چې سپورت ګټوره چاره ده.
د دې بریتانوۍ ادارې ډاکټر وینډي هولډن وايي:"ډیری خلک سم باور نه لري او فکر کوي چې تمرین کولی شي بندونه زیانمن کړي، نو دا نوی لارښود خورا مهم دی.
موږ هیله لرو چې دا چاره ناروغان ځواکمن کړي او په ځان یې باور زیات کړي. د دوی د درد او د ژوند د ډول په ښه کېدو کې ورسره مرسته وکړي."
سپورت څه مرسته کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
سپورت د بدن عضلات جوړوي او کولی شي له خلکو سره د صحي وزن ساتلو کې مرسته وکړي.
روغتیايي خیریه موسسې وايي، ډېر خلک د دې په ځای چې د درد درملنې لپاره په سپورت فکر وکړي، د درد ارامولو پر درملو فکر کوي.
د بریتانیا د روغتيا ملي اداره وايي، د ناروغانو د مفصلو عملیات هم کېدای شي مناسبه لار وي او روغتونونه باید هغو ناروغانو ته چې وزن یې زیات وي، باید د 'نه" ځواب ورنه کړي.
د دې ادارې ډاکټر پاول کریسپ وايي:"د عضلاتو پیاوړتیا او سپورت نه یوازې دا چې د دې ناروغۍ مدیریت کې مرسته کوي، بلکې د خلکو د ژوند کیفیت هم ښه کوي."
ډاکټر کریسپ وايي:"کېدای شي دا سفر په لومړیو کې یو څه سخت او ځینو کسانو لپاره ځوروونکی وي خو باید د هغو ملاتړ وشي او بشپړ معلومات ورکړل شي، چې په اوږد مهال کې د دوی وضعیت اداره کولو کې مرسته وکړي. موږ پرېکړه کړې چې د درد ضد درمل لکه پاراسټامول او ځینې نور توصیه نه کړو."
ډاکټران په دې باور دي چې دا درمل ډېره لږه ګټه لري یعنی اصلا هېڅ ګټه نه لري او ځینې یې د اوږد مهال لپاره ان د روږدېدو یا نور زیانونه هم لري.
ویل کېږي دې نوې لارښونه کې د روماتیزم په څېر د مفصلونو نورې ناروغۍ نه شاملېږي.



















