امریکا؛ لومړی ځل یوه انسان ته د خنزیر زړه پیوند شوی

د عکس سرچینه، University of Maryland School of Medicine
یوه امریکايي سړي ته د زړه پیوندکاري جراحي عملیاتو له لارې په جنټیک ډول د خنزیر یا خوګ بدل شوی زړه پیوند شوی دی.
د میریلنډ پوهنتون طب پوهنځي مسوولینو په خبره د زړه بدلون له دې جراحي عمیاتو وروسته ۵۷ کلن کلن ډیویډ بینیټ په نړۍ کې لومړنی انسان دی، چې د خنزیر زړه یې په سینه کې پیوند شوی دی.
د ډاکترانو په وینا د زړه پیوند اووه ساعته تجرباتي عملیاتو پر درېیمه ورځ د ډیویډ بینیت روغتیايي وضعیت ښه دی.
د زړه بدلون دغه جراحي عملیات د امریکا بالټیمور ایالت کې شوي.
د بینیټ ژوند ژغورنې لپاره د دې عملیاتو تر سره کول خورا مهم او وروستۍ هیله بلل کېده او دا هم معلومه نه ده، چې راتلونکي کې به یې تر څه وخت پورې د ژوندي پاتې کېدو امکان وي.
له عملیاتو یوه ورځ مخکې ښاغلي بینیټ وویل، ''یا به مړ کېدم او یا به مې د زړه پیوندکاري عملیاتو ته غاړه کېښوده. ''
نوموړی زیاتوي: ''دا په تیاره کې د غشي وېشو غوندې ده، خو زما لپاره همدا وروستی حل دی. ''
د امریکا میریلنډ پوهنتون مسوولینو د امریکا د طبي چارو له همغږې کوونکې ادارې له هغه وروسته د دې جراحي عملیاتو اجازه ترلاسه کړه، چې که دا عملیات و نه شي، ښاغلی بینیټ ښايي ومري.
مخکې د ښاغلي بینیټ روغتیايي وضعیت ته په کتو سره د هغه زړه د پیوندکارۍ لپاره نامناسب بلل شوی و.
ماهرین وايي، د زړه پیوند دا جراحي عملیات د کلونو څېړنو او تحقیق لاسته راوړنه ده او بریالیتوب یې په راتلونکي کې د ډېرو پر ژوند مهم اغېز کولای شي.

د عکس سرچینه، UNIVERSITY OF MARYLAND SCHOOL OF MEDICINE
د روغتیا پالانو هغه ډله کې چې دغه جراحي عملیات یې کړي، یو پاکستانی ډاکتر منصور محی الدین هم شامل دی.
د پاکستان له خصوصي ټلویزیوني شبکې 'جیو ' سره خبرو کې نوموړي په دې هکله وویل، لومړیو تجرباتو کې انسانانو ته د بیزوګانو زړه پیوند کېده، خو د بیزو په هکله اوسنۍ تجربه ناکامه ده. ''
نوموړی زیاتوي، ''موږ د ډېرو حیواناتو په هکله تجربه وکړه، د بیزوګانو زړه تجربه ناکامه ثابته شوه، د څو میاشتنی عمر لرونکي خنزیز زړه د یوه بالغ انسان د زړه برابر وي، له دې پرته هم ځینې لاملونه شته، چې موږ پر خنزیر تجربې وکړي. ''
نوموړی وايي، ''موږ د خنزیز د زړه پر جنیاتي کوډونو ډېر ښه پوه شوي وو، او په دې کې هر ډول جینیاتي بدلون راوستل شوني دي. ډاکتر منصور وايي، په لویدیځ کې د خنزیز غوښه د ډېرو خلکو د خوراک برخه ده او دا کوم ناوړه عمل نه بلل کېږي. ''
د یادونې ده، چې په اسلام دین کې د خنزیر غوښه خوړل حرام عمل بلل شوی.
ډاکتر منصور وايي، ''دا عملیات لومړني هغه وه، او ځکه یې لګښت ډېر و، چې دې کې 'د خنزیر په زړه کې ' لس ډوله جینیاتي بدلونونه راوستل شوي. ''



















