د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو تازه رپوټ او خبرداری

خورشید

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د نړۍ له ۴۰ سلنې ډیر نفوس د اقلیمي بدلون پر وړاندې "ډیر" زیان منونکی دی
د خپرېدو وخت

د ملګرو ملتونو د یو تازه رپوټ له مخې د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون ځېنې اغېزې دومره جدي شوې دي چې بېرته عادي حالت ته د وضعیت ستنېدل ناشوني ښکاري.

خو رپوټ وایي، لا هم وخت شته چې د وضعیت لا خرابېدو مخه ونیولی شي او په ځینو برخو کې د ښه والي تمه هم شته.

د اقلیم د بدلون په اړه د دولتونو پلاوي (IPCC) وايي، په انسانانو او حیواناتو د دې بدلون د تطبیق وړتیا خطرناکې کچې ته رسیدلې ده.

د دې ارزونې له مخې، د نړۍ له ۴۰ سلنې ډیر نفوس د اقلیمي بدلون پر وړاندې "ډیر" زیان منونکی دی.

دا هیله هم شته که د ځمکې ګرمښت درجه له ۱.۵ درجې سانتي ګرېډ پورته نه شي، د اقلیم بدلون له کبله زیانونه به را کم شي.

د IPCC یوه مدیره، پروفیسوره ډېبرا رابرټس وايي: "زموږ راپور په ښکاره ډول ښیې هغه ځایونه چې خلک پکې اوسیږي او کار کوي کیدای شي ویجاړ شي، هغه ایکوسیستمونه چې موږ یې په لیدلو لوی شوي یو او د انسانانو د کلتور او ژبې د الهام یوه بنسټیزه برخه ده، کیدای شي له منځه لاړ شي.

سومالیا

د عکس سرچینه، Saddam Mohamed

د عکس تشریح، سومالیا کې اوږد مهالې وچکالۍ په کورنیو سخت اغیز درلود او ډیرې کورنۍ یې کډوالۍ ته اړباسلې دي

"دا یوه مهمه شېبه ده. زموږ رپوټ دا په ډاګه ښيي که موږ غواړو د اقلیمي بدلون د بدو اغېزو مخه ونیسو، نو باید همدې لسیزه کې لاس په کار شو."

دا د دریو ارزونو په لړ کې دویم رپوټ دی چې د نړۍ د اقلیم څیړونکو د مخکښې ادارې لخوا خپور شوی.

د دې سازمان لومړی رپوټ، چې د اګست په میاشت کې خپور شو، د ځمکې په اقلیمي سیسټم باندې د بشري فعالیتونو اغیزې یې روښانه کولې.

نوی رپوټ د اقلیم د بدلون لاملونه، اغیزې، او حل لارې یې په ګوته کوي، او څرګند شواهد وړاندې کوي چې تودوښه څنګه په ټولو ژوندیو شیانو اغیزه کوي.