بریتانیا کې یوه تي خوري ماشوم ته نوی زړه لګول شوی
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د بریتانیا یوه روغتون کې یوه اته اونۍ عمر لرونکي تي خوري ماشوم ته نوی زړه لګول شوی، چې ډاکټران هیله ښيي د نوي کال په راتلو سره به له روغتون نه ووځي.
تېره میاشت، په ټوله اروپا کې د چارلي دوتریت د ژغورلو لپاره د مرستې غږ شوی و.
نوموړی په داسې حالت کې زیږېدی و، چې ایله نیم زړه یې جوړ و.
د هغه د زړه نیمه کیڼه برخه هېڅ نه وه، چې د نیوکاسل فریمان روغتون کې یې جراحي عملیاتو نهه ساعته وخت واخیست.
د هغه مور تریسي رایټ له هغې کورنۍ مننه وکړه، چې چارلي ته یې د زړه په ورکولو سره "بیا ژوند ورکړ":
"زما ماشوم ته یې یوځل بیا د ژوند کولو فرصت ورکړ، زه به تل د دوی منندویه یم".
"ډالۍ، چې ارزښت یې نه پوره کېږي"
نوموړې زیاتوي، له جراحي عملیاتو وروسته یې د زوی د پوستکي رنګ بیخي بدل شوی و، زیړبخون به و، خو اوس ګلابي رنګه شوی، چې دا د خوشحالۍ خبره ده.

دا وايي: "داسې احساس کوم لکه دا کار چې معجزه وي. "
دغې مور د جراحي عملیاتو خبر پر خپل فېسبوکپاڼې لیکلی چې وايي: "ښه راغلاست، غوښتل مې خبر مو کړم چې چارلي نوی زړه وموند او هغه ته د زړه لګول پای ته ورسېدل. "
دا زیاتوي: "یوځای یوې ښکلې کورنۍ موږ ته داسې ډالۍ راکړه، چې هېڅ قیمت یې نه پوره کېږي".
دغې مور له یادې نومورکې کورنۍ نه په مننې وویل: "له تاسو ډېره مننه، هېڅ داسې توري نه لرم چې ستاسې مننه پرې وکړم. "
د ماشوم د اوسني وضعیت په اړه هغې لیکلي: "هغه اوس ښه دی، موږ ډېر ورته خوشحاله یو، دا زموږ کوچنی جنګیالی دی! ".
د چارلي د پرانیستي زړه عملیات هغه مهال وشول چې نوموړی ایله د درو ورځو و او وزن یې ۲٫۵ کیلوګرامه و.
د فریمان روغتون د زړه برخې ډاکتر زدنکا رانهارټ وویل: "د هغه د زړه حالت او اندازې ته په کتلو سره موږ نېکبخته وو چې عملیات کامیاب شول. "
ډاکټران هیله لري چې د راتلونکي کال په پیلېدو به هغه له روغتون نه په داسې حالت کې ووځي، چې روغ به وي.
په ۱۹۶۷ کال، د سوېلي افریقا کیپ ټاون کې د لومړي ځل لپاره یوه سړي ته د بل سړي زړه ولګول شو
داکتر کریسټیان برنارډ د ۵۴ کلن لویس واشکانڅکي عملیات وکړ، چې له عملیاتو ۱۸ ورځې وروسته ومړ.


















