
په ۲۰۰۷ کال کې، چې د ځايي طالبانو مشر ملانذیر د ازبک سخت دریځو پر ضد جګړه کوله، شمالي وزیرستان ته لاړ.
جنوبي وزیرستان کې د چاودنې له امله د سخت دریځو د یوه قومندان مولوي عباس په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
چاودنه د واڼه بازار د میوې په مارکیټ کې شوې، چې له امله يې څلور کسان ټپیان شوي هم دي.
ځايي سرچېنو بي بي سي ته وویل، چې د چاودنې هدف د مولوي عباس د ورور جلیل دفتر و.
د چاودنې پر مهال مولوي عباس له خپلو یو شمېر ملګرو سره په دفتر کې موجود و، چې ځاي پر ځای ووژل شو.
ویل کېږي، چې مولوي عباس له بهرنیو سخت دریځو سره د نوموړي د اړیکو له امله پېژندل کېده. مولوي عباس په ۲۰۰۷ کال کې، چې د ځايي طالبانو مشر ملانذیر د ازبک سخت دریځو پر ضد جګړه کوله، شمالي وزیرستان ته لاړ.
"ځايي چارواکو پر ملا نذیر د برید تور پر پاکستاني طالبانو پورې کړی و، چې له هغه وروسته په واڼه کې مېشتو احمدزیو وزیرو د مسېد قوم له خلکو وغوښتل، چې دغه سیمه پرېږدي."
خو څو میاشتې مخکې له ملا نذیر نه د اجازې له تر لاسه کولو وروسته واڼه ته ستون شو.
له دې مخکې په همدې مارکیټ کې ملا نذیر خپله هم د یوه برید په پایله کې ټپي شوی و او شپږ نور کسان وژل شوي و.
ځايي چارواکو پر ملا نذیر د برید تور پر پاکستاني طالبانو پورې کړی و، چې له هغه وروسته په واڼه کې مېشتو احمدزیو وزیرو د مسېد قوم له خلکو وغوښتل، چې دغه سیمه پرېږدي. زرګونه مسېد د دې پرېکړې له امله اړ شول چې واڼه پرېږدي.












