تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د پروېز خټک په مشرۍ نوی سیاسي ګوند اعلان شو
د پاکستان تحریک انصاف يوه پخواني مشر پروېز خټک پېښور کې د ودونو په يوه شخصي تالار کې د نوي سياسي ګوند اعلان کړی. په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې رسنيو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړل شوې.
سرچينې وايي، د نوي ګوند لپاره "د پاکستان تحریک انصاف پارلماني" ګوند نوم غوره شوی دی او ويل کېږي پروېز خټک د اسمبلۍ د څه باندې ۵۷ پخوانيو غړو ملاتړ له ځان سره لري.
له تالاره بهر په ساده جامو کې ولاړو کسانو خبريالانو ته د عکسونو اخيستو اجازه نه ده ورکړې او ويلي يې دي چې د غونډې جزئیات او ويډيوګانې به وروسته له ټولو رسنيو سره شريکې کړل شي.
سيمه کې يوه خبريال ويلي "هغو خبريالانو چې د عکسونو اخيستو هڅه کړې، موبايلونه یې ترې اخيستي او يا یې عکسونه ترې پاک کړي دي."
پر وټس اپ ځينې خپرو شويو عکسونو کې ښکاري چې پروېز خټک د پيټيای پارلمان ګوند په نامه د سياسي ګوند اعلان کړی.
په دې خپرو شویو تصويرونو کې د خيبر پښتونخوا پخوانی اعلی وزير محمود خان، شوکت علي خان اشتياق اورمړ او ځينې نور کسان تر سترګو کېږي.
په راځړېدلو شعارونو کې ويل شوي، "موږ د مې نهمې نېټې د پېښې په کلکه غندنه کوو." د عمران خان له نیول کېدو وروسته د پاکستان په لر او بر کې د مې میاشتې پر نهمه نېټه خورا پراخ احتجاجونه وشول او یو شمېر کسانو د پاکستاني پوځ پر مرکز او لاهور کې د قول اردو یا کور کمانډر پر مېشت ځای یرغلونه وکړل.
له دغې پېښې وروسته د تحریک انصاف ګوند يو شمېر مهم چارواکي له ګونده ووتل، چې په هغو کې فواد چوهدري، فردوس عاشق اعوان، شرين مزاري، عثمان بزدار، پروېز خټک، اسد عمر او ګڼ نور کسان شامل وو.
د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان بيا دغه تورونه ردوي او د مې نهمې پېښو په اړه د ازادو پلټنو پر اړتيا ټينګار کوي.
پروېز خټک د پخواني لومړي وزير عمران خان يوه له نژدې ملګرو بلل کېده خو د روان کال د مې نهمې نټېې له پېښو وروسته يې له ګونده استفعا ورکړه.
لسګونه کسان چې د مې نهمې پر ورځ تاوتريخوالي پېښو کې پر ښکېلتيا تورن دي، پوځي محکمو کې تر محاکمې لاندې دي.
د پروېز خټک په مشرۍ نوی ګوند په داسې حال کې اعلانېږي چې څه موده وړاندې د پاکستان تحريک انصاف ګوند يوه بل پخواني مشر جهانګير ترين د استحکام پاکستان په نامه د يوه ګوند اعلان وکړ.
د پرانيستې په غونډه کې يې د نوموړي تر څنګ د تحريک انصاف ځينې نورو پخوانيو غړو لکه عمران اسماعيل، عليم خان، علي زيدي فواد چوهدري، فردوس عاشق اعوان او فياض احمد چوهان هم ګډون درلود.