جنوبي وزيرستان کې ږلۍ ګڼ باغونه او فصلونه له منځه وړي

    • Author, عزيزالله خان
    • دنده, بي بي سي، پېښور
  • د خپرېدو وخت

د خيبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان کې د تېرې یکشنبې په ورځ د باران او سختې ږلۍ له امله ګڼ شمېر د مېوو باغونه او د سبزيو کښتونه له منځه تللي دي.

سږ کال په جنوبي وزيرستان کې د مڼو تر څنګ د شفتالو، زردالو، انارو باغونه او د غنمو تر څنګ د رومي بانجانو او نورو سبزيو فصلونه تيار وو.

په سيمه کې د ځمکې خاوندان وايي، خوښ وو چې څه موده وروسته به د خپلو فصلونو او باغونو حاصلاتو راټولول پیل کړي او دا ځل خلک هيله من وو چې له باغونو او کښتونو به ښه عايد ترلاسه کړي.

د جنوبي وزيرستان د واڼه اوسېدونکی اسماعيل چې پر خپلو ځمکو يې د مڼو باغ او غنم کرلي وايي، "هر څه مې له منځه ولاړل، دا باغ زما هر څه وو، هيله مې لرله چې دا ځل به مڼې ښه حاصل ورکړي، سوداګرو راسره اړيکه نيولې وه خو ما دريو لکو روپيو بيانه رد کړه، نه پوهېده چې هر څه به ږلۍ او باران له منځه يوسي."

د جنوبي وزيرستان اقليم سوړ او مرطوب دى، په دې سيمه کې ډېر باغونه شته، چې د مڼو، زردالو، شفتالو، انارو او نورو مېوو څخه ډک دي.

ځايي خبريال شهزاده بي بي سي ته وويل، هر کال له اپرېل مياشتې راهيسې جنوبي وزيرستانه د بېلا بېلو سبزيو او مېوو رسېدل پيلېږي او هره ورځ د وزيرستان له بازاره پر بېلابېلو توکو بار له ۱۵۰ تر ۲۰۰ لارۍ د پاکستان نورو سيمو ته ځي.

نوموړی هم وايي، "د یکشنبې په ورځ لومړی سخت توپان پيل شو، وروسته باران او ږلۍ وشوه، چې کرنې ته یې پراخ زیانونه واړول."

دی وايي، له باران وروسته بېلابېلو باغونو ته ولاړ، هلته مېوې او سبزۍ په بشپړه توګه له منځه تللې وې.

شهزاده وايي داسې ښکارېده لکه چې هره مېوه ټپي شوې وي، نه يوازې مېوې، بلکې مرغان هم مړه شوي او ځالې يې نړېدلې وې.

د وزيرستان مڼې بهر ته هم صادرېږي

که څه هم د وزیرستان د مڼو په اړه به ډېرو نه وي اورېدلي، خو دغه لېرې پرته قبایلي سیمه کې هر کال له ۸۸ زرو ټنو زياتې مڼې کېږي او ځینې ډولونه یې بهر ته هم صادرېږي. دا سیمه ۲۴۹۰ ټنه کچالو تولیدوي پداسې حال کې چې دلته د شفتالو او انارو حاصل هم د پام وړ دی.

سيمه کې د کرنې برخې يوه چارواکي ډاکتر محمد انور په وينا، ډېر زيانونه اوښتي خو تراوسه یې په اړه کره معلومات نشته. دی وايي په دې اړه به له سروې وروسته روښانه شي چې څومره زيان اوښتی دی.

په جنوبي وزیرستان کې غنمو او جوار هم کرل کېږي. د کرنې رياست د چارواکو په وينا جنوبي وزيرستان هر کال ۹۶۸۰ ټنه غنم او ۶۴۵۱ ټنه جوار توليدوي.

د ډاکټر انور په وينا، مڼې نژدې پخې وې، او دغه راز د کچالو او شفتالو فصلونه هم چمتو او بازار ته لېږدول کېدل چې ږلۍ پرې وشوه او له منځه ولاړل.

وزیرستان ته څېرمه سيمې لکه ټانک او ډېره اسماعیل خان ګرمې او مرطوبې دي چې د کچالو، رومي بانجانو او نورو سبزیو لپاره تر ډېره په وزیرستان تکیه کوي.