افغانستان کې تازه سېلابونو بیا ځاني او مالي تلفات اړولي

د خپرېدو وخت

د افغانستان سوېلي زابل ولایت چارواکي وايي، ددې ولایت په مرکز، ارغنداب، شاجوی، خاک افغان، شملزو، شینکۍ او سیوري ولسوالیو کې تازه ورښتونو او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي او سلګونه جرېبه ځمکه یې خرابه کړې.

د زابل د اطلاعاتو رئیس رحمت الله حماد وايي، سېلابونو ځینې کورونه او کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ کړي او له منځه وړي دي.

ښاغلی حماد وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې زابل کې د سختو بارانونو له کبله سېلابونه راوتلي او توپان لګېدلی دی، چې سیوري ولسوالۍ کې پر کلیو اوبه راغلې او شاوخوا دېرش کورونه سېلابون لاندې کړي، خو ځاني تلفات یې نه دي اړولي.

نوموړی زیاتوي، په شینکي ولسوالۍ کې سېلابونو د خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه لاندې کړي، څاګان یې ډک کړي او لارې یې تخریب کړې دي،‌ د یوه کور د نړېدو له کبله یو ماشوم مړ شوی او دوه ماشومان پکې ژوبل شوي.

په خاک افغان ولسوالۍ کې هم دوه ماشومان او ۳۰ څاروي سېلابونو وړي او ارغنداب ولسوالۍ کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ده چوپان ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی او مرکز کلات کې دوه ښځې سېلاب وړې دي.

دی وايي، په ځینو سیمو کې ږلۍ ورېدلې او زیان یې اړولی دی.

د زابل دغه ځايي چارواکی وايي، دوه ورځې وړاندې له زابل ولایته ۱۳ طالبان په رېنجر موټر کې پنجشېر ته پر لاره وو چې د غزني قره باغ ولسوالۍ کې د سېلاب اوبو یې موټر وړی، لس کسان پکې مړه شوي او درې نور ژغورل شوي. دغو سېلابونو د خلکو څارویو ته هم زیان اړولی.‌

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدنې وزارت ویلي، د زابل سېلاب ځپلو سیمو کې یې د زیانمنو خلکو سروې پیل کړې چې اړینې مرستې ورورسوي.

دا وزارت وايي، زابل ته د وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم ورغلی چې د زیانونو کچه له نژدې وګوري.

یاد وزارت وايي، د سېلابونو راوتلو له کبله د زابل بېلابېلو سیمو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي، ۲۵۰ کورونه ویجاړ شوي او نژدې ۵۰۰ جرېبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.

لس تر ۴۰ ملي متره ورښت

څو ورځې وړاندې، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په ۲۴ ولایتونو (نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار،‌ پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، غزني، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، وردګو، دایکندي، روزګان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل ولایتونو) کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی و.

دوی ویلي وو، د ورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې لس نه تر ۴۰ ملي متر پورې اټکلېږي.