بلوچستان کې چاودنې څلور کسان وژلي دي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د بلوچستان په رکهني سيمه کې د يوې چاودنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
له بي بي سي سره په خبرو کې يوه ځايي امنيتي چارواکي عبدالله کهوسه پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې چاودنه د رکهني په بازار کې شوې ده.
نوموړي زياته کړه، د چاودنې له امله ټپيان شوي کسان د درملنې په موخه ځايي روغتون ته لېږدول شوي دي.
عبدالله کهوسه وايي "چاودېدونکي توکي په يوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو چې له امله يې دوکانونه او نور مالونه هم زيانمن شوي دي."
نوموړی وايي د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي او نور معلومات به وروسته رابرسېره شي.
د دغې پښې مسووليت لاتراوسه کوم کس يا ډلې نه دی منلی.
رخني د پاکستان د پنجاب صوبې سره پر پوله د بارکان ضلعې یوه سرحدي سیمه ده او د بلوچستان او پنجاب تر منځ لاره هم ده.
د يادونې وړ ده، چې دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بلوچستان کې دويمه چاودنه ده.
تېره شپه خضدار ښار کې د امنيتي ځواکونو پر موټر بريد کې دوه کسان ژوبل شوي وو. د دې بريد پړه د بي اېل اې په نامه يوې بلوڅ بېلتون پالې ډلې منلې ده.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبرپښتنوخوا او بلوچستان ځینو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځیان او امنیتي ادارې په نښه کوي.
چې پاکستان يې پړه پر بلوڅ بېلتونپانو ډلو او پاکستاني طالبانو وراچوي.






















