پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې اختلاف؛ خوشال خان کاکړ د جلا شوې ډلې مشر ټاکل شوی

محمود خان اڅکزی او خوشال خان کاکړ

د عکس سرچینه، KHUSHAL KHAN KAKAR FB

د عکس تشریح، محمود خان اڅکزی او خوشال خان کاکړ څو میاشتې وړاندې په غونډه کې
    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد
  • د خپرېدو وخت

په پاکستان کې پښتون ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوې ډلې شوی دی، جلا شوې ډلې خوشال خان کاکړ خپل نوی مشر ټاکلی دی.

تر دې وړاندې ملتپال سیاستوال محمود خان اڅکزي د خپل ګوند یو شمېر سیاستوال له ګونده ایستلي وو، چې هغوی اوس ځان ته خپل مشر ټاکلی دی.

لاهم دواړه ډلې ځان ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوم کاروي.

په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په نامه دوه ورځنۍ کانګره شوې، چې پکې يې د وژل شوي پښتانه ملتپال سیاستوال عثمان خان کاکړ زوی خوشال خان کاکړ نوی مشر اعلان کړی دی.

دغه ډله چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي له لوري له خپل ګونده ایستل شوې وه، اوس يې د همدې ګوند په نامه ځان ته کانګره کړې او خپل مشر يې نومولی دی.

ایستل شوي سیاستوال بیا د ګوند پر مشر محمود خان اڅکزي تور پورې کوي، چې د ګوند له منشور يې سرغړونه کړې او تګلاره يې بدله کړې ده.

خپله د محمود خان اڅکزي ډلې هم تردې وړاندې پر نولسمه او شلمه نېټه د ګوند کانګره کړې وه او پکې يې د یاد ګوند مشر یو ځل بیا محمود خان اڅکزی ټاکلی و.

په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د محمود خان اڅکزي پلویان له ګونده پر ایستل شويو سیاستوالو تور پورې کوي، چې په ګوند کې يې له مودې راهیسې خپله ډله جوړه کړې وه او د ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په خبره يې عمل نه کاوه.

په ګوند کې دننه د ځينو سرچینو په خبره ایستل شوې ډلې له کلونو - کلونو د ګوند ټولې چارې د ګوند د مشر پر ځای په خپل واک کې اخیستې وې او تور پورې کوي، چې دوی، "ګوند قبضه کړی وو".

د کلونو خپلمنځي اختلافات هغه وخت رابهر شول، چې ښاغلي اڅکزي د نومبر میاشتې په نهمه نېټه د ګوند دوه مهم غړي مرکزي ویاند رضا محمد رضا او سیاستوال او پخوانی وزیر عبیدالله بابت له ګونده وایستل.

خوشال خان کاکړ

د عکس سرچینه، KHUSHAL KHAN KAKAR FB

د یادو دوو سیاستوالو تر ایستلو وروسته په ګوند کې د دوی پلویانو (چې د ګوند مرکزي سیکرتر مختار خان یوسفزی هم ورسره ملګری و) د نومبر په وروستیو کې د ګوند د مرکزي کومېټۍ غونډه راوبلله، ایستل شوي کسان يې بېرته وګومارل او د ډسمبر پر ۲۷ او ۲۸ يې د ګوند مرکزي کانګره اعلان کړه.

خو تر دې دوه ورځنۍ غونډې وروسته بیا د یاد ګوند مشر محمود خان اڅکزي په کوټه کې په خبري کنفراسن کې اعلان وکړ چې د ده د ګوند ټول هغه غړي چې د مخالفې ډلې د مرکزي کومېټۍ غونډه کې يې ګډون کړی دی، ټول له ګونده ایستل شوي دي او بیا يې تر دې شاوخوا شل ورځې وروسته د ډسمبر پر نولسمه او شلمه نېټه د ګوند د مرکزي کانګرې د جوړولو اعلان وکړ او تر بېلې شوې ډلې يې وړاندې خپله کانګره وکړه.

که څه هم دواړه ډلې لاهم د پښتونخوا ملي عوامي ګوند نوم او بیرغ کاروي او دواړه په یوه بل د ګوند له منشوره د سرغړونې تورونه پورې کوي او ګوند په خپل نامه بولي.

خوشال خان کاکړ د پښتون خوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ایالت د مشر سیاستوال عثمان خان کاکړ مشر زوی دی. خوشال خان کاکړ چې دا وخت نهه ویشت کلن دی، په اسلام اباد کې يې له یونیورسټي اف لندن کې د وکالت زدکړې ترسره کړې دي.

نوموړی هغه وخت رابرسېره شو، چې پلار يې عثمان خان کاکړ په خپل کور کې د نامالومه کسانو له لوري په مرموز ډول ووژل شو.

خوشال خان کاکړ له همغه راهیسې د خپل پلار ځای ناستی ټاکل شوی و.