تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان ستره محکمه: که ښځه په خسرګنۍ کې ځان خوندي نه محسوسوي، د نکاح فسخ کولو دعویٰ کولای شي
- Author, شهزاد ملک
- دنده, بي بي سي اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
پاکستان ستره محکمه وايي، که یوه واده شوې ښځه د مېړه له لاسه یا په خسرګنۍ کې ځان خوندي نه محسوسوي کولای شي د نکاح تنسیخ یا فسخ کولو لپاره محکمه کې دعویٰ وکړي.
پاکستان سترې محکمې قاضي محمد علي مظهر د پېښور عالي محکمې یوې پرېکړې په هکله یوې قضیې لړ کې د سترې محکمې دریو قاضیانو منصفه پلاوي پرېکړه کې لیکلي: ''که له یوې ښځې سره په خسرګنۍ کې ظلم کېږي، د مېړه په کور کې ځان خوندي نه ورته ښکاري، نو د نکاح تنسیخ لپاره (محکمه) کې دعویٰ کولای شي. ''
د سترې محکمې په تفصیلي پرېکړه کې راغلي ''داسې تګلاره یا رویه چې د ښځې لپاره د ذهني او فزیکي تشدد زور زیاتي لامل کېږي، ګډ ژوند تېرول ورته تریخوي او ناشونی شي، نو دا د نکاح تنسیخ لپاره د دعوې حقداره ده. ''
قضیه کله پیل شوې؟
د یادونې ده چې د پېښور یوې ښځې په ۲۰۱۴ کال کې د خپل مېړه خلاف د ناسم چلن له کبله د نکاح فسخ کولو او حق مهر بېرته ورکولو لپاره عریضه کړې وه.
عایلي محکمې دا دعویٰ منلې وه، خو استناف محکمې بیا د نکاح فسخ په خلع بدله کړه. استناف محکمې دغه راز د دې ښځې مېړه ته امر کړی و، چې خپلې ښځې ته د حق مهر ورکولو په لړ کې پنځه تولې سره زر یا د بازار له ورځنۍ بیې سره سم مساوي پیسې ورکړي.
پېښور عالي محکمې بیا د پرېکړې خلاف استناف غوښتنه رد کړې وه.
خو اوس د پاکستان سترې محکمې د پېښور عالي محکمې او استناف محکمې پرېکړې لغوه کړې او د عایلي محکمې پرېکړه یې سمه بللې.
ستره محکمه وايي، د ښځې دعوې په ځواب کې د مېړه دا دریځ چې ګواکې ښځې یې د ازدواجي حقونو پوره کولو سرغړونه کړې، د مهر پیسو له ورکولو د ځان ژغورنې هڅه کېدای شي.