پاکستان کې د تحریک طالبان بریدونو کې زیاتوالی؛ "ښکاري چې اوربند ته لېواله نه دي"

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

پاکستان کې د پوځ پر ضد د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ ټي پي په بریدونو کې زیاتوالي نه داسې ښکاري چې د حکومت او دې ډلې تر منځ مذاکراتو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

دواړو لوریو د سولې په اړه د خپلمنځي‌ خبرو د پای ته رسېدو په اړه تر اوسه کوم اعلان نه دی کړی خو د شنونکو په باور تر منځ یې "بې باوري" شته.

خو له ټي ټي پي سره د مذاکراتو کوونکي حکومتي پلاوي یو غړی وکیل سیف وايي، "د خبرو بهیر لا روان دی".

وکیل سیف اوس مهال په خیبر پښتونخوا کې د حکومت ویاند هم دی او په خبره یې، له ۲۰۲۱ راهیسې له طالبانو سره په مذاکراتو کې د حکومت له لوري ښکېل دی.

دی وايي، "د طالبانو تحریک له دغو مذاکراتو نه انکار او نه هم ترې د وتو خبره کړې ده، له دې ښکاري چې طالبان لا هم د خبرو دوام ته لېواله دي. خو که خبره د اوربند شي نو دا لږه جنجالي مسئله ده".

خو ښاغلی سیف د پاکستاني پوځ پر ضد د طالبانو ځينو وروستیو بریدونو ته په کتو وايي چې "هغوی اوربند ته لېواله نه ښکاري"

په خیبر پښتونخوا کې له تېرې میاشتې راهیسې د تاوتریخوالي څو پېښې شوې دي.

تېره میاشت د خیبرپښتونخوا په مټه غرونو کې د طالبانو راڅرګندېدلو، په ډزو د یوه پولیس افسر ټپي کولو او د ځينو نورو برمته کولو ویډيو خپرولو پوښتنې راولاړې کړې.

تر دې وروسته د دغه ایالت په بېلا بېلو سیمو لکه مالاکنډ، اورکزئ، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان ته نږدې کلاچی او هتاله کې د طالبانو د شته والي خبرونه ورکړل شول

ایا پاکستان کې د تاوتریخوالي پېښو تر شا د ټي ټي پي لاس دی؟

د روانې میلادي میاشتې سپتمبر له لومړۍ نیټې راهیسې تحریک طالبان پاکستان د څو بریدونو په ځانګړي ډول د هدفي وژنو مسولیت منلی دی.

د سپتمبر پر دویمه نیټه د خیبرپښتونخوا په ډېره اسماعیل خان د یوه پولیس د وژلو مسولیت ټي ټي پي پر غاړه واخیست او ویاند یې په یوه اعلامیه کې وویل چې له ځانه د دفاع لپاره یې هغه وژلی.

ورپسې یې د سپتمبر پر درېیمه په پېښور کې یو پولیس د تلاشۍ پر مهال په ډزو وواژه او لامل یې دا یاد کړ چې ګواکې ناڅاپه او یا طالبانو ته تر خبر ورکولو پرته یې ولې هلته تلاشي پیل کړې وه.

د سپتمبر پر څلورمه یې په لکي مروت کې یو پولیس افسر وواژه او د پاکستان د طالبانو تحریک یې د مسولیت په منلو سره ویلي وو، هغه پر طالبانو چاپه اچوله نو له ځانه د دفاع لپاره یې پر هغه ډزې وکړې او ووژل شو.

په همدې ورځ د خیبر ولسوالۍ په قمبرخېل سيمه کې د پوله ساتو ځواکونو پر ګاډي د برید مسولیت هم ټي ټي پي پر غاړه واخیست او ویې ویل چې هغه ګاډی پر دوی د برید لپاره ور روان و.

همدا راز یې د سپتمبر پر شپږمه شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو د برید مسولیت ومانه چې د ټولي مشر ولي وزیر په شمول پنځه تنه پکې ووژل شول.

دې ته ورته تحریک طالبان پاکستان په دې یوه میاشت کې د ځينو نورو بریدونو مسولیت هم منلی او ویلي یې دي چې دغه ټول بریدونه یې له ځانه د دفاع په موخه کړي دي.‌

طالبانو په سوات کې د امن کمیټې مخکېني مشر ادریس خان او په یوه جلا پېښه کې د محمد شیرین د وژلو مسولیت هم پخپله غاړه اخیستی و او ویلي یې وو چې دغه کسان د طالبانو پر ضد کړنو کې ښکېل وو.

که څه هم د پاکستان حکومت د ټي ټي پي دغه ادعاوې نه دي‌ تایید کړې خو وکیل سیف وايي له دواړو لوریو ځينې ستونزې رامنځ ته شوې دي او په خبره یې، حکومت د اوربند خلاف عمل نه دی کړی.

"د طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ بې باوري شته"

د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي د روان میلادي کال په جون میاشت کې د یوې نامالومې مودې لپاره اوربند اعلان کړ. دا پرېکړه د پاکستان حکومت جرګې او د ټي‌ ټي پي مشرانو تر منځ تر مذاکراتو وروسته وشوه.

تر دغه اعلان مخکې طالبانو پر پاکستاني امنیتي ځواکونو ګڼ بریدونه کړي وو.

د وکیل سیف په خبره، د اوربند پر مهال پرېکړه شوې وه چې دواړه خواوې به پر یو بل برید نه کوي خو د برید پر وخت کې له ځانه د دفاعي برید حق لري. ښاغلی سیف وايي، حکومت پر همدې خبره ولاړ دی او ټي ټي پي هم وايي چې کله هم پر دوی برید شوی نو دفاعي برید یې کړی.

دې ته په کتو داسې ښکاري چې په تېرو دوو میاشتو کې د پاکستان حکومت او د تحریک طالبان پاکستان تر منځ بې باوري شته.

د تاوتریخوالي پېښو یوه څارونکي او شنونکي عقیل یوسفزي بي بي سي ته وویل چې حالات ډېر کړکېچن دي او په خبره یې، "له طالبانو سره په مذاکراتو کې پرمختګ نه دی شوی ځکه چې د دواړو لوریو تر منځ ناسم پوهاوی او بې باوري شته"

ښاغلی یوسفزی زیاتوي، " په افغانستان کې تېره میاشت د ټي ټي پي یو مهم مشر عمر خالد خراسانی ووژل شو چې هغه هم په دغو مذاکراتو کې ښکېل و. تر هغه وروسته په افغانستان کې د طالبانو پر ځینو نورو مشرانو بریدونه وشول چې له کبله یې مذاکرات وځنډېدل او طالبان یې سخت وقهرول."

دی وايي، "د دغو مشرانو د وژلو مسولیت هېڅ ډلې ونه مانه او دا داسې پېښې وې چې د پاکستان حکومت او ټي ټي پي تر منځ یې بې باوري رامنځ ته کړه."

په خیبرپښتوخوا کې د طالبانو فعالیتونو د بیا زیاتېدو په اړه پاکستانی پوځي کارپوه متقاعد ډګروال محمود شاه بي بي سي ته وویل چې په ټوله کې په دغه ایالت کې د وېرې فضا نه ده رامنځ ته شوې. خو په خبره یې، "په سیاسي لحاظ داسې ښودل کېږي چې ګواکې طالبان راغلي دي."

دی وايي، "که داسې عناصر وي نو پر ضد یې ګامونه اوچتېدای شي، ځکه چې د دوی شمېر دومره ډېر نه دی."

ځینې سرچینې وايي چې په سوات او څېرمه سیمو کې د قانون پلي کوونکو ادارو غړي ځای پر ځای شوي دي خو تر اوسه د کومو عملیاتو خبر نه دی ورکړل شوی.

نو له طالبانو سره د پاکستان حکومت مذاکرات روان دي‌ او که نه؟

اوس مهال د حکومت او طالبانو تر منځ‌ د اړیکو د څرنګوالي په اړه مالومات نه شته او په دغو مذاکراتو کې ځینې ښکېل قبایلي مشران هم اوس غلي دي او څه نه وايي.

وکیل سیف وايي، ځینې معاملې روانې وې خو د سوات او مټه پېښو حالات کړکېچن کړل.

دی وايي، افغانستان کې پر ایمن الظواهري برید او بیا د طالبانو حکومت د دفاع وزیر ملا یعقوب له لوري دا ادعا چې پاکستان داسې بریدونو کولو ته خپل فضايي حریم په واک کې ورکوي، "دې وضعیت داسې حالت ته رسولی چې اوس د حکومتي پلاوي او طالبانو تر منځ مذاکرات ځنډني شوي خو درېدلي نه دي."

ښاغلی سیف همدا راز وايي، "اسلامي امارت په دغو مذاکراتو کې د درېیمګړي په توګه رول لوباوه خو اوس ځینې داسې کورني مسایل ورپېښ شوي دي، نو چې کله وخت ومومي خبرې به بیا پيل شي."