تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په سوات کې د طالبانو په برید کې وژل شوی ادریس خان څوک و؟
- Author, محمد زبیر خان
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
"ادریس خان ما ته له برید دوه ورځې مخکې زنګ وکړ او ویل یې چې حالات ډېر خراب دي نو ځکه باید ډېر احتیاط وکړې. له کوره بهر ډېر مه وځه، که څه په کار وو او یا اړ وې چې ووځې نو ما ته وایه، زه به امنیتي کسان درسره لېږم."
دا د ادریس خان د یوه خپلوان خبرې دي چې وايي، "داجان په سوات کې د طالبانو پر ضد د یوه مقاومت نوم و."
ادریس خان د خیبرپښتونخوا د سوات په بره بانډۍ کوټکې کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو چې مسولیت یې تحریک طالبان پاکستان ومانه. له ده سره په دغه برید کې څلور نور کسان هم ووژل شول چې د ده امنیتي ساتونکي هم پکې وو.
د ادریس خان دغه خپل وايي چې هغه په وروستیو ورځو کې د خپل نوي کور په جوړولو لګیا و، هره ورځ به سهار تلو او ماښام به یې کارګران په ګاډي کې بېرته رسول. چې په دغه برید کې هغه هم ورسره ووژل شول.
ادریس خان څوک و؟
ادریس خان په اصل کې د "بره بانډۍ" اوسېدونکی و او کورنۍ یې په دې سیمه او "امام ډېري" کې هم اوسېدله او ډېر جایدادونه لري.
همدا لامل دی چې د سیمې کشرانو به "داجان" ورته ویل، د ملګرو او د سیمې لویانو تر منځ د "اودل خېل خانان" په نوم پېژندل کېږي.
ادریس خان نه درې زامن، یوه لور او یوه کونډه پاتې ده. یو زوی یې په پاکستان پوځ کې مېجر دی او نور یې پر زدکړو بوخت دي.
د ده خپلوان وايي، په سوات کې د طالبانو پیل له "امام ډېري" سیمې وشو او د "تحریک طالبان پاکستان" یوه مهمه ځاله یا پټنځی بلل کېده. د ادریس خان سیمه "بره بنډۍ"، "کوزه بنډۍ" او "امام ډېري" سره خوا په خوا دي نو ځکه د ده د کورنۍ له لوري د طالبانو پر ضد وخت نا وخت مزاحمت او مقاومت کېده.
د ادریس خان خپلوان وايي، هغه د یوه اوسپنيز دیوال په څېر د طالبانو پر ضد ولاړ و، "زموږ پر کورنۍ طالبانو تر ۲۰۱۰ مخکې هم پنځه بریدونه کړي وو او پر ادریس خان یې تر دې وړاندې درې ځلې برید وکړ خو روغ ترې ووت."
"پوځ سره یو ځای یې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې برخه واخیستله"
د ادریس خان نژدې خپلوان وايي، "کله چې په سیمه کې پوځ د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل نو ده هم له پوځ سره پکې یو ځای شو. څومره چې د هغو عملیاتو په کامیابولو کې پوځ قرباني ورکړې، هماغسې د ادریس خان هڅې هم د هېرولو نه دي."
د دغه کس په خبره، د همدې له کبله کله چې په ۲۰۱۰ کې د پاکستان حکومت تر چتر لاندې د "امن لښکر" جوړ شو نو ادریس خان یې مشر وټاکل شو.
دی زیاتوي، "هغه به کلي په کلي ګرځېده، د امن لښکر غړي به یې روزل او د عملیاتو د بریاليتوب لپاره به یې هڅې کولې. هماغه و چې طالبان زموږ د کورنۍ دوښمنان وګرځېدل او موږ ته یې اخطارونه راکول."
د ادریس خان دغه خپل وايي، "طالبانو په ۲۰۰۸ کې سوات هوايي ډګر ته نژدې برید کې د ادریس خان تره باچاخان په یوه هدفي برید کې وواژه. تر هغه وروسته یې د داجان وراره عارف خان تېر ایست او له کلي یې بهر وغوښت او ویې واژه. خو له دې هر څه سره سره داجان ونه ډار شو او پوځي چارواکو همېشه ستایه."
"هېواد سره د ژمنتیا جزا"
د ادریس خان خپلوان وايي چې د دوی کورنۍ د پاکستان لپاره ډېره قرباني ورکړې او له همدې کبله یې د خپلو ماشومانو راتلونکی له منځه وړی دی.
ځکه چې په خبره يې، "که موږ غوښتلی نو هر بل ښار او هېواد ته تللی شوو او هلته مو د خپلو ماشومانو راتلونکی جوړولی شو. خو موږ ژمنه کړې وه چې په داسې سختو حالاتو کې به مبارزه کوو. دې موږ ته د ځاني تاوانونو تر څنګ ډېر مالي زیانونه هم رارسولي دي."
د ادریس خان دغه خپل وايي، "موږ فکر کاوه چې ستونزې خو راځي او ځي او حالات به ښه شي، داسې چې زموږ نوي نسلونه په ارامه پخپل هېواد کې ژوند وکړای شي. خو اوس داسې ښکاري چې دا بد وختونه نه تېرېږي، اوس هم هره ورځ اخطارونه راکول کېږي او د ادریس خان وژل د دې ښکاروندويي کوي چې ښه وخت لا نه دی راغلی."
دی زیاتوي چې ادریس خان یو وطندوسته پاکستانی و چې د خپل هېواد لپاره یې ځان قرباني کړ او "اوس به موږ هڅه کوو چې د خپلې سیمې د امنیت لپاره هلې ځلې وکړو."