عمران خان: مرکزي حکومت دې قبایلي سیمو کې امن ټینګ کړي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان ویلي د دغه هېواد مرکزي حکومت باید قبایلي سیمو او ملاکنډ کې د خراب‌ امنیتي وضعیت ښه کېدو لپاره لاس په کار شي.

هغه دا څرګندونې د شنبې پر ورځ د خیبرپښتونخوا چارسده کې د خپلو پلویانو یوې جلسې ته کړې.‌

دا جلسه چارسدې کې پارلمان لپاره د ضمني ټاکنو لړ کې جوړه شوې وه.

د تحریک انصاف ګوند مشر دې جلسه کې د پاکستان اوسني واکمن حکومت ته خطاب کې وویل "ستاسې ټولې هڅې په دې متمرکزي دي چې موږ تر فشار لاندې راولئ، پر رسنیو فشار راوړئ، خو د هېواد حالت نشئ سمبالولی."

هغه زیاته کړې چې حکومت باید د ده خلاف د دوسیو پرانیستلو پر ځای د قبایلي سیمو او ملاکنډ خراب امنیتي‌ وضعیت ته پام وکړي،‌ ځکه د ده په وینا "د پښتونخوا خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې دي".

عمران خان وویل "ملاکنډ کې وضعیت خراب دی، د پښتونخوا پولیس هڅې کوي، خو اوس په کار ده چې مرکز حکومت رامخ ته شي او خپل مسوولیت پر ځای کړي."

د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر دا څرګندونې داسې مهال کوي‌ چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو کې امنیتي‌ پېښې ډېرې شوې دي.

له دغو سیمو وخت ناوخت هلته د وسله والو د حضور او فعالیتونو د ډېرېدو خبرونه ورکول کېږي.

د شهباز شریف په مشرۍ اتېلاف حکومت تر اوسه د عمران دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د پاکستان ټاکنو کمېسیون ادعا کړې چې ګوندې تحریک انصاف ګوند د چارسدې جلسې لپاره دولتي چورلکه او نور وسایل کارولي‌ دي.‌

د ټاکنو کمېسیون په دې تړاو له عمران خان او د خیبرپښتونخوا له وزیر اعلی محمود خان وضاحت هم غوښتی.

د پاکستان ټاکنو کمېسیون اعلامیه کې راغلي چې عمران خان او محمود خان وړاندې هم په وار وار له اصولو سر غړولی او داسې کړنې د ازادو او منصفانه ټاکنو ترسره کېدو له ستونزو سره مخامخوي.‌‌