تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دیني عالمانو بنو کې د ښځو یوازنی پارک بند کړ
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د ښځو یوازینی پارک د سه شنبې له ورځې راهیسې په بشپړه توګه تړل شوی دی.
د بنو دا پارک د یوشمېر ښاریانو او ځایي عالمانو له اعتراضونو وروسته په بشپړ ډول وتړلی شو.
دا اعلان د سه شنبې په ورځ د بنو علماؤ او ورسره نورو ملاتړویې په یوه خبري کانفرنس کې وکړ.
یاد علما په دې باور دي چې ښځې بايد تفريح ځايونو او زيارتونو ته لاړې نه شي.
د دې ترڅنګ دیني عالمان وايي، بنو کې له سیمه ییزو چارواکو سره په دې اړه خبرې شوې او پایله کې د پارک د بندیدو پریکړه هم وشوه.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د دغه پارک په اړه لاریونونه روان وو او ویل کېدل چې له دغه پارک څخه په سیمه کې فحشا خپرېږي.
سیمه ییز پولیس محمد اقبال بیا وايي، داسې څه نشته، دوی هڅه کوي چې دا پارک بند نه شي.
ولې د پارک په وړاندې ناڅاپه اعتراضونه پورته شول؟
یو شمېر ځایی خلک وايي، د خپلواکۍ ورځ یعني د اګست په ۱۴مه چې لمانځل کېده یوشمېر ښځې پارک ته راغلې چې سپینې برقعې یې پر سر وې.
خلک وايي، دومره رش وو، چې پارک دننه ډک شوی و، د نورو کسانو د ننوتو ځای هم نه و او له پارکه بهر ګڼ شمېر ښځې راټولې شوې وې.
دوی وايي د دې ښځو په لیدو سره نور خلک هم هلته ورټول شول.
همدا و چې ځینو کسانو اعتراض وکړ او وویل، له کوره د ښځو وتل فحشا خپروي.
خلک وايي، د کور مېرمنې له خپلو ماشومانو او وړو خویندو او ورڼو سره پارک ته راغلې وې او دې ته د فحشا نوم ورکول ناسم کار دی.
په یاد پارک کې یوازې ښځې اجازه لري ان ۱۰ کلنو څخه پورته نارینه ماشوم هم اجازه نلري.
د سیمې د علماوو دریځ څه دی؟
اعتراض کوونکی مولانا نسیم شاه په دې اړه وايي، چې ښځو ته باید تفریح ځایونو او زیارتونو ته د تلو اجازه ورنکړل شي.
نوموړی وايي، له کوره د ښځو وتل د سيمې د دودونو خلاف کار دى او دوى يې اجازه نه شي ورکولى.
مولانا نسیم شاه د دې استدلال په ځواب کې چې د پېښور په څېر نورو سیمو کې هم پارکونه شته او ښځې په پرده کې ورځي او کوم بندیز پرې نه شته.
مولانا په ځواب کې وویل:هلته به وي خو په بنو کې اجازه نه ورکوو.