تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلوچستان کې د وژل شوي پښتون زلمي له مړي سره د احتجاج څلورمه ورځ
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
د بلوچستان په پښتون مېشته هرنايي سیمه کې د ځايي وګړیو له مړي سره احتجاج نن څلورمه ورځ هم روان دی. دوی غوښتنه کوي، تر هغه به خپل مړی خاورو ته ونه سپاري چې د دوی په خبره، د امنیتي ځواکونو پر ضد د پولیسو رپوت نه وي ثبت شوی.
دغه احتجاج کوونکي د پاکستان پر پوځ تور پورې کوي، چې دغه زلمی درې ورځې وړاندې دوی په ډزو وژلی دی.
د خالق داد په نامه دغه وژل شوی زلمی د پښتون ملتپال عوامي نېشنل ګوند غړی دی، چې ګوند يې اوسمهال په بلوچستان ایالت کې د ایالتي حکومت برخه ده.
د یاد ګوند ایالتي مشر او ایالتي وزیر اصغر خان اڅکزی ادعا کوي چې واک د ایالتي حکومت پر ځای له بل چا سره دی نو ځکه د پرلت والو غوښتنې نه منل کېږي.
نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ګوند يې تر خپله وسه هر کار کوي خو د ده په خبره، "داسې ښکاري چې ایالتي حکومت د ریاست پر وړاندې په دې پېښه کې بې وسه دی"
ښاغلی اڅکزی زیاتوي، د پرلت کوونکو ډېرې لږې او قانوني غوښتنې دي چې باید په لومړۍ ورځ منل شوې وای.
د دې پېښې پر ضد د عوامي نېشنل ګوند غړو د ایالتي اسمبلۍ غونډه کې هم غږ پورته کړ خو د اصغر خان اڅکزي په خبره، "هلته هم د کورنیو چارو وزیر غلی و"
دغه پرلت وهونکي څو مهم غوښتنې لري:
لومړۍ: د امنیتي ځواکونو د هغه سرتېرو پر ضد دې د پولیسو رپوټ ثبت شي چې د دوی په خبره دغه زلمی يې وژلی دی
دویم: د دې پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمیسيون جوړ شي
درېیم: امنیتي پوستې دې له کورونو لرې جوړې کړل شي
او څلورم: د هرنايي ټولې چارې دې ولسي انتظاميې یا سيمييزو امنیتي ادارو ته وسپارل شي.
بي بي سي د هرنايي د دې پرلت په هکله د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو او د ایالتي حکومت ویاندې فراح عظیم شاه ته بیا بیا ټيليفونونه وکړل خو یوه يې هم ځواب ونه وايه.
هلته په کوټه کې ځينې سرچینې وايي، امنیتي ارګانونه چې په دې وژنه کې تورن بلل کېږي او دغه پرلت هم په اصل کې د دوی پر ضد دی، هغوی ته ایالتي حکومت دا واک نه ورکوي، چې د دوی د سرتېرو پر ضد دې ګامونه واخیستل شي.