پېښور کې څنګه د ۴۰ میلیونو روپیو بس په ۲۸۸ روپیو پلورل کېږي؟

د خپرېدو وخت

د پېښور بي ار ټي بسونه پلور ته وړاندې شوي دي، د څلويښت میلیونو (څلور کروړه) بس یوازې په ۲۸۸ روپۍ پلورل کېږي، ایا تاسو نن سبا خپلو ماشومانو ته د لوبو پلاستیکي بسونه په ۲۸۸ روپۍ اخیستلی شئ؟

په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو داسې اسناد خپاره شوي چې له مخې یې د پېښور بي ار ټي بسونه چې هر یو یې حکومت په څلويښت میلیونو پېرلی و اوس یې خصوصي شرکت ته په ډېره ټیټه بیه ورکوي.

پاکستان کې بي ار ټي بسونه د خصوصي شرکت لخوا چلول کېږي چې حکومت د چلولو هر کیلومتر په سر شرکت ته پیسې ورکوي.

د همدې چارې لپاره خصوصي شرکتونه او حکومت ۱۲ کلن تړون کوي خو د تړون ۱۲ کلونو په پوره کېدو دا ټول بسونه چلوونکي خصوصي شرکت ته په ډېره ارازنه بیه پلورل کېږي.

دا ارزانه بیه د ډېرو لپاره حیرانوونکې ده او د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې شور جوړ کړی دی.

د حکومت لخوا د شوي تړون له مخې خصوصي شرکت چې دا بسونه چلوي د ۱۸ متره اوږد بس لپاره به ۲۸۸ کلدارې او د ۱۲ متره اوږد بس لپاره ۱۴۴ کلدارې بیه ورکوي.

دمګړۍ پېښور کې د بي ار ټي ۱۵۸ بسونه ګرځي چې د ۱۲ کلن تړون په پوره کېدو سره به خصوصي شرکت باندې په ۳۲،۰۰۰ روپیو پلورل کېږي.

په دې ټیټه بیه د هېچا باور نه راځي هرڅوک غواړي پوه شي چې ولې دومره ښه بسونه یو خصوصي شرکت ته د پیسو په بدل کې ورکول کېږي.

بي بي سي هڅه کړې چې دا معلومه کړي ولې د دغو بسونو بيه دومره کمه ده، ايا دا بسونه به رښتيا هم په دومره ارزانه بيه يوه خصوصي شرکت ته د ١٢ کلونو له بشپړېدو وروسته به وسپارل شي او پاکستان کې له نورو ميټرو بسونو سره هم ورته تړونونه شته؟

د پيښور بي آر ټي تړون

لومړی به په پېښور کې د بي آر ټي بسونو تړون ته وګورو، چې دوه کاله وړاندې دغه شرکت ته په ۱۲ کلن تړون ورکړل شوی و.

په تړون کې د نورو مادو تر څنګ یوه ماده دا ده چې بسونه به د ۱۲ کلن تړون په بشپړېدو شرکت ته سپارل کېږي.

د دې بسونو قیمت په ترتیب سره ۲۸۸ روپۍ او ۱۴۴ روپۍ دي.

د دې تړون له مخې، شرکت له ۱۲ کلونو وروسته دا بسونه په ټيټه بیه پېرلی شي.

د بی آر ټي بسونو تړون له دایوو شرکت سره شوی دی.

ولې دا بسونه دومره ارزانه ورکول کېږي؟

پېښور کې د ترانسپورت ادارې ويانده صدف کامل وايي، دا يوه نړيواله کړنلاره ده او په ټوله نړۍ کې ټول ميټرو بسونه چې عمر یې پای ته ورسېږي هغه شرکت ته ورکول کېږي چې دا ټول عمر یې چلولي وي.

نوموړې زياته کړه، چې د دغو بسونو عمر معمولاً تر ١٢ کلونو پورې وي او له هغه وروسته د دغو بسونو چلول سم کار نه دی.

په پاکستان کې د ميټرو بسونو له ټولو شرکتونو سره تړونونه شوي او دغه بسونه به د تړون وخت په بشپړېدو سره شرکتونو ته سپارل کېږي.

"تړون داسې دی چې شرکت یا تړون کوونکي ته په هر کیلو متر پیسې ورکول کیږي او شرکت د بسونو د ترمیم او چلولو لګښت په غاړه اخلي."

صدف کامل وويل، تړونونه په دوه ډوله دي، يوه ډول کې د بسونو د پېرلو اصلي پيسې د دولت له خوا ورکول کېږي او د بسونو نور لګښت د چلوونکي شرکت له خوا ورکول کېږي.

د دې ښه والی دا دی چې کله حکومت د بسونو د پېرلو پیسې ورکړي بیا شرکتونه د هر کیلو متر په سر کمې پیسې اخلي.

د بېلګې په توګه، هغه بسونه چې د پېرلو پیسې یې حکومت ورکړې وي د چلولو په هر کیلومتر یې شرکت ۱۸۷ روپۍ اخلي او هغه بسونه چې خپله شرکت یې د پېرلو پیسې ورکړې وي بیا په هر کیلومتر ۲۳۴ روپۍ اخلي.

نوموړې وايي، چې د دې تړونو ترمنځ اصلي توپیر په هر کیلومتر کې ۴۷ روپۍ دی.

"که موږ د بس کلني سفر ته وګورو، یو بس شاوخوا ۷۰۰۰۰ کیلومتره سفر کوي. اوس که تاسو ۷۰۰۰۰ په ۴۷ کې ضرب کړئ، نو د ۱۲ کلونو لپاره لږ تر لږه څلور کروړه یا څلوېښت میلیونه روپۍ کیږي، نو د بس قیمت په دې ډول سره بشپړ کېږي."

د صدف په وينا، د بي آر ټي لپاره د پېرل شويو بسونو اصلي بيه له يو نيم څخه تر دوه نيم کروړه روپيو پورې ده او دا توپير د بسونو په اوږدوالي پورې اړه لري.

د لاهور میټرو بس، راولپنډۍ اسلام آباد میټرو بس، ملتان او کراچۍ بس سره هم ورته تړونونه شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې د بي آر ټي لپاره لږ تر لږه ټوکن رقم ساتل شوی، په نورو ښارونو کې د میټرو بس سروس لپاره د ټکن رقم نشته، یوازې دومره لیکل شوي چې د تړون موده پوره کېدو وروسته به دغه بسونه شرکت ته وسپارل شي.