د لنډي کوتل هغه پلار چې ۹ ورځې وروسته هم د ډوب شوي زوی لټه کوي

دریائے کابل

د عکس سرچینه، Gulab Khan

د عکس تشریح، د ماشوم پلار مزمل چې کله سیند ته ور ودانګل په دې نه پوهېده چې زوی به یې به د سیند په کومه برخه کې وي یا به اوبو کوم لوري ته وړی وي
د خپرېدو وخت

مزمل چې کله پوه شو زوی یې سیند ته لویدلی، خپله یې د ژغورلو هڅه وکړه او سیند ته یې ورودانګل.

خو دغو هڅو یې مثبته پایله نه لرله.

د معاویه له ډوبېدو نهه ورځې تېرې شوي، خو مزمل لا هم د خپل زوی په لټه کې دی.

کله چې د هغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، خلکو ورسره ډېره خواخوږي وښوده.

دغه ویډیو کې د ډوب شوي ماشوم پلار مزمل ښکاري چې لامبو یوه مرستندویه ټیوب کې پروت دی، د سیند له غاړې بوټي لېرې کوي او اوبو کې خپل لاسونه یوخوا بله خوا وهي، په دې تمه چې ګواکې خپل زوی به پیدا کړي.

سیند ته د معاویه له لویدو سره سم د سیمې خلکو د ژغورنې مسولینو ته زنګ وهلی و خو د سیمې د لېرې والي له کبله ژغورونکي په وخت نه وو رسیدلي.

دریائے کابل

د عکس سرچینه، Rescue 1122

د عکس تشریح، د معاویه له ډوبېدو وروسته د ژغورنې مرستندویه ډله سیمې ته ورسیده خو د ځايي خلکو په وینا ورتګ یې په ډېر ځنډ وو

معاویه څنګه سیند ته ولوېد؟

د مزمل د تره زوی بادشاه خان بي بي سي ته ویلي، د پېښې په ورځ سهار وختي د لنډې کوتل په لوى شلمان کلي کې ماشومانو لوبې کولې.

معاويه او ملګرو يې چې عمرونه يې د اتو او نهو کلونو تر منځ دي، پرېکړه وکړه چې د سيند غاړې ته ولاړ شي او د اېنځر له ونې ميوه وشکوي.

ټول ملګري یې د سیند په غاړه روان وو چې ناڅاپه د معاویه پښه وښوېده او سیند ته ولوېد.

همځولي یې په ژړا خپلې سیمې ته ورستانه شو او د مزمل پلار یې خبر کړ.

د ماشوم پلار مزمل چې کله سیند ته ور ودانګل په دې نه پوهېده چې زوی به یې به د سیند په کومه برخه کې وي یا به اوبو کوم لوري ته وړی وي.

لومړیو کې د معاویه کورنۍ په دې هیله وه چې کیدای شي ژوندی وي او کوم ځای ښايي چا له اوبو را ایستی وي خو د نهو ورځو په تېریدو یې اوس دا هیلې کمې شوي.

د مزمل هغه ویډیو چې په سیند کې د خپل زوی په لټه کې دی ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې او خلکو یې له کورنۍ سره خواخوږي ښوولې.

د لنډي کوتل په دې لرې پرته سیمه کې د بنسټيزو اسانتیاوو نشتوالي ته هم ګوته نیول شوې.

مزمل له حکومته غوښتنه کړې چې په سيمه کې دې لومړنۍ بنسټیزې اسانتياوې برابرې کړي چې د ورته پېښو پر مهال د ژغورنې مرستندویه ډلې وکولی شي ژر سیمې ته ورشي.

ده په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي:"زما زوی خو هسې هم له دې دنیا لاړ خو د دې لپاره چې راتلونکې کې دا ډول پېښې بیا تکرار نه شي او ژغورونکو ته په وخت خبر ورکړل شي، نو اړینه ده چې سیمه کې د تېلیفون او موبایل شبکې ښه کار وکړي، دا سیمه باید د ژغورنې خپل ټیم او اداره ولري چې بېړني حالت کې د خلکو مرستې ته چمتو وي چې کوم بل ماشوم د ډوبېدو له برخلیک سره مخ نه شي."

دریائے کابل

د عکس سرچینه، Rescue 1122

د عکس تشریح، مزمل له حکومته غوښتنه کړې چې په سيمه کې دې لومړنۍ بنسټیزې اسانتياوې برابرې کړي چې د ورته پېښو پر مهال د ژغورنې مرستندویه ډلې وکولی شي ژر سیمې ته ورشي

سیمې ته د ژغورنې ډلې رسېدل

د معاویه له ډوبېدو وروسته د ژغورنې مرستندویه ډله سیمې ته ورسیده خو د ځايي خلکو په وینا ورتګ یې په ډېر ځنډ وو.

د ژغورنې ډلې ویاند بلال احمد فیضي وايي، د دوی کارکوونکي لا هم د پېښې ځای کې دي او د ماشوم لټون کوي.

ښاغلی فیضي وايي، د خيبرپښتونخوا په بېلا بېلو سيمو کې په همدې يوه اوونۍ کې د ډوبېدو ١٨ پېښې ثبت شوې دي.

بل اړخ ته د ډوب شوي ماشوم معاویه کورنۍ وايي، د ژغورنې کارکوونکو ورته ويلي چې عمليات يې بشپړ شوي او ماشوم يې پيدا نه شو کړی.