دره ادم خېل کې د وسلو تولید پخوانی صنعت ولې نه قانوني کېږي؟

درہ آدم خیل: اسلحے کے صنعت
د خپرېدو وخت

۴۰ کلن محمود اپریدی په دره ادم خېل کې له خپلو دوو زامنو او وروڼو سره یو ځای د کور په کوچنۍ فابریکه کې د تومانچې او کلاشېنکوفونو لپاره د شاجورونو جوړولو کاروبار کوي.

دا کاروبار محمود اپریدي ته له پلار نیکه ورپاتې دی. کوچنیوالي کې به نیمه ورځ ښوونځي کې و او نیمه ورځ به یې خپل پلار سره په همدې کار کې تېروله، همدا لامل و چې آن تر لسمه یې هم ښوونځی بشپړ نه شو کړای.

اوس د ده زامن هم دې کاروبار سره تړلي خو دی غواړي چې بچیان یې لوړې زده کړې وکړي او ځان لپاره د ګټې وټې نورې لارې ولټوي خو د محمود په وینا دا کار که ناشونی نه دی نو اسانه هم نه دی.

له پېښوره نژدې ۳۰ کیلومتره لرې پخوانۍ قبایلي سیمه دره ادم خېل د وړو وسلو په تولید او پېروپلور کې د هېواد او نړۍ په کچه مشهوره ده.

دلته وسله په کورونو او کوچنیو هټیو کې جوړېږي. دې سیمه کې د وسلې تولید کاروبار له تېرو څو لسیزو روان دی خو لا هم دا سوداګري قانوني بڼه نه لري.

درہ آدم خیل: اسلحے کے صنعت

۲۰۱۸ کې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یو ځای کولو نه وړاندې او بیا وروسته هم دلته د وسلو صنعت د قانوني کولو په تړاو ګڼې تګلارې جوړې شوې خو یوه هم لا نه ده پلي شوې.

تېر ځل ۲۰۱۹ کې د سپټمبر په ۳۱مه نېټه د خیبر پښتونخواه د وزیر اعلی سلاکار عبدالکریم، دره ادم خېل ته د رسمي سفر په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې حکومت به یې دا سیمه په یوه صنعتي زون بدلوي.

ښاغلي عبدالکریم بي بی سي ته ویلي چې د صنعتي پارک د جوړولو لپاره د دره ادم خېل په ازاد مېله سیمه کې ۱۰۰ جریبه ځمکه په نښه شوې وه خو په وینا یې ځایي خلکو حکومت ته د ځمکې په پلورلو اندېښنه ښودلې وه.

نوموړی وايي دره ادم خېل کې د یوې صنعتي سیمې رامنځته کولو په موخه د صوبايي حکومت او مرکزي حکومت له چارواکو یوه کمېټه جوړه شوې چې په اړه یې له ارزونې وروسته پرېکړه وکړي.

خو عبدالکریم وايي چې له دې سره سره هم د وسلې جوړولو صنعت څارل او د غیر قانوني پېر او پلور مخنیوی ستونزمن کار دی.

درہ آدم خیل: اسلحے کے صنعت

وروسته له هغې چې قبایلي سیمې خیبر پښتونخوا سره یو ځای شوې - هلته د وسلو غیر قانوني پېر و پلور برخه کې یو څه ستونزې زېږېدلي.

شاهنواز اپریدی چې له تېرو ۳۰ کلونو د کوچنیو وسلو د پېروپلور کاروبار کوي وايی چې د دره ادم خېل سیمې په یوه اقتصادي زون د بدلولو په برخه کې حکومت ځايي سوداګر له سلا مشورو لرې ساتلي نو همدا لامل دی چې ځایي سوداګر سیمه کې د نویو بدلونونو په تړاو پرېکړې نه مني.

د کوچنیو صنعتونو د پراختیا ادارې یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي چې دره ادم خېل کې د وسلو صنعت قانوني کولو هڅې له ۲۰۱۷ کال روانې دي.

چارواکي وايي د همدې موخې لپاره صوبايي حکومت د پېښور په رحیم اباد سیمه کې د فابریکې جوړولو لپاره وړاندیز وکړ خو دره ادم خېل کې د وسلو کاروباریانو د خپلې سیمې له پرېښودو ډډه وکړه.

د دوی دلیل دا و چې له یوه اړخه د نویو ماشینونو د پېرلو وس نه لري او له بل اړخه په کور کې د وسلو تولید کاروبار کې ښځې او ماشومان هم ونډه اخلي.

وروسته بیا د پېښور عالي محکمې حکومت ته امر وکړ چې صنعتي پارک دې خپله په دره ادم خېل کې جوړ کړي.

دره ادم خېل کې کوم ډول وسلې جوړېږي؟

درہ آدم خیل: اسلحے کے صنعت

دره ادم خېل کې بېلا بېلې کوچنۍ وسلې لکه ۳۰ بور، ۳۲ بور، اته اېم اېم تومانچه، ۷ اېم اېم، کلاشنکوف او ښکار کې کارېدونکې وسلې جوړېږي. د وسلو جوړولو ډېر کار یې په لاس کېږي.

اوېس میر د کلاشنکوف کاریګر دی.‌ ده بي بي سي ته وویل، نهه کاله کېږي چې د مارکېټ برېښنا یې پرې شوې ده او له امله یې کار کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دی وايي ځینې خلکو جنراتورونه اخېستي او نورو بیا د لمریزې برېښنا دړې لګولي خو په وینا یې هر کس یې وس نه لري. نوموړی وايي دره ادم خېل کې کاریګر ټولې هغه وسلې جوړوي چې له پېرلو وروسته یې له حکومت لایسېنس یا د ساتلو اجازه لیک اخېستل کېدای شي.

ملک فیصل اپریدي ته د وسلو کاروبار میراث کې پاتې و، دی په حکومتي کچه قبایلي سیمو کې د وسلو کاروبار قانوني کولو په برخه کې د سوداګرو د ټولنې استازیتوب کوي.

درہ آدم خیل: اسلحے کے صنعت

دی وايي‌ دره ادم خېل کې د وسلو صنعت ۷۰ زره کسانو ته د ګټې وټې فرصت برابر کړی. ښاغلی اپریدی وايي دې سیمه کې ۲۵۰ لویې او کوچنۍ فابریکې فعالې دي خو د برېښنا نشتوالي له امله ځینې فابریکې بندې دي. د لګښتونو زیاتوالي له امله بیا ځینې خلک کورونو کې دا کار کوي.

"ترهګرۍ دې صنعت ته ډېر تاوان اړولی"

د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی قیصر جمال اپریدی چې قبایلي سیمه کې زيږېدلی او لوی شوی وايي له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۶ پورې قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ له امله دلته د وسلو کاروبار په ټپه ولاړ و او خلکو ته یې ډېر تاوان واړاوه.

دی وايي د ترهګرۍ له امله ګڼو خلکو سیمه پرېښوده او نورو ځایونو ته کډه شول خو هلته د کاروبار نشتوالي له امله یې بېرته د وسلو کاروبار ته مخه کړه.

درہ آدم خیل: اسلحے کے صنعت

۷۰ کلن شاه ګل چې د وسلو کاروباری دی وايي، افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد پر وخت د وسلو کاروبار ډېر ښه و خو په وینا یې ۲۰۰۸ کال سیمه کې د ناامنۍ له کبله د ډېرو خلکو هټۍ لوټ شوې.

د ده په وینا کورونو کې د جوړو شویو وسلو پرزې بازار ته د پلور لپاره وړلو کې له سختو ستونزو سره مخ دي ځکه ځای ځای د پولیسو تالاشۍ دي.

ایا د دره ادم خېل سوداګر نورو بازارونو ته لاسرسی لري؟

د دې سیمې یو مشهور سوداګر حاجي بازګل اپریدی نه یوازې په دره ادم خېل بلکې د هېواد په نورو ښارونو کې هم د وسلو کاروبار کوي.

ښاغلی بازګل چې څومره وسلې جوړوي او پر چا یې پلوري، دا ټول مالومات له ځانه سره ساتي خو دمګړۍ حکومت سره د دغه ډول مالوماتو د شریکولو کوم سیستم نشته.

دی وايي دره ادم خېل کې د وسلو کاروباریان قانوني اجازه لیک یا لایسېنس نه لري او همدا لامل دی چې دوی اړ دي خپلې وسلې په پېښور یا نورو ښارونو کې په هغو سوداګرو وپلوري چې د وسلو د کاروبار لایسېنس ولري.

شاه نواز د دره ادم خېل لومړی سوداګر و چې په ۲۰۱۲ کې یې له صوبايي حکومته د وسلو د پلور لایسېنس اخېستی و خو وروسته بیا د ده لایسېنس له دې امله لغوه شو چې قبایلي سیمې د صوبايي نه بلکې د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې دي.

درہ آدم خیل: اسلحے کے صنعت

ځایي خلکو سره چې موږ خبرې وکړې نو ډېرو راته وویل چې سیمه کې د نوې صنعتي سیمې جوړولو په اړه یې یوازې په رسنیو کې اورېدلي او لوستلي او دا چې دوی ته په دې تړاو مخامخ څه نه دي ویل شوي.

د صوبايي حکومت چارواکی عبدالکریم وايي دره ادم خېل کې د وسلو کاروبار ته قانوني بڼه ورکول او د پراختیا لپاره یې هلې ځلې روانې دي. د نوموړي په وینا حکومت پلان لري چې چارسده کې د څپلیو جوړولو صنعت او په سوات کې د سلام پور ټوکر صنعت هم پراخ کړي.

د نړیوالو شمېرو له مخې د وړو وسلو جوړولو او پېر و پلور کې پاکستان په ۱۵ ځای کې دی.