خیبر پښتونخوا؛ د ښاروالیو ټاکنو کې واکمن تحریک انصاف ګوند پاموړ بریا ترلاسه کړې

عمران خان د ګوند په ټاکنیز کمپاین کې خپله ګډون کړی و. ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، ABDUL MAJEED

د عکس تشریح، عمران خان د ګوند په ټاکنیز کمپاین کې خپله ګډون کړی و. ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت

په داسې حال کې چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان فدارلي پارلمان کې د بې باورۍ رایې له تحریک سره مخامخ دی، واکمن تحریک انصاف ګوند یې په خیبر پښتونخوا ایالت په ښاروالیو ټاکنو کې پاموړ بریا ترلاسه کړې.

د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په خپل رپوټ کې وايي، مذهبي ګوندونو دې ټاکنو کې دویم ځای خپل کړی، خو عوامي نېشنل ګوند بیا پاموړ بریا نه ده موندلې.

د ښاروالیو ټاکنو دویم پړاو کې د ایالت ۱۸ ضلعو یا ولسوالیو اوسېدونکو رایې ورکړې.

د بي بي سي خبریال وايي، له ټولو ۶۵ ضلعو د ۴۶ هغو کارول شوې رایې شمېرل شوې دي، چې له مخې یې تحریک انصاف ګوند په ۲۲ ضلعو کې بریا ترلاسه کړې او په ۷ ضلعو کې خپلواک کاندیدان بریالي شوي دي.

د مولانا فضل الرحمان جمعیت علمای اسلام ګوند بیا داسې حال کې یوازې په شپږ ضلعو کې بریالی شوی، چې د لومړي پړاو ټاکنو کې خورا مخکښ و.

پاکستان مسلم لیګ دې ټاکنو کې د څلورو، پاکستان پیپلز ګوند یوه، جماعت اسلامي ۳، پاکستان راه حق او د افتاب احمد خان شیرپاو قومي وطن ګوند یوه - یوه ضلع کې بریا خپله کړې.

د ایالتي ښاروالیو ټاکنو په لومړي پړاو کې جمعیت علمای اسلام ګوند بریالی ښکارید او د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په هکله ویل کېدل، چې په ډېرو سیمو کې یې له خپلو ګوندي ملګرو سره سیالي کوله، چې په خپلواک حیثیت یې دې ټاکنو کې برخه اخیستې وه، او له کبله یې د ګوند رایې وېشل شوې وې او په ټول کې یې د نورو ګوندونو پرتله ونډه پیکه شوې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي چارو ماهره او خبریاله فرزانه علي وايي، دا فکر کوي چې ځینې سیمو ته د ګوند مشر او لومړي وزیر عمران خان خپله ورتګ، او په سیمه کې د هغه امریکا او اروپا ضد پیغام له کبله ګوند ګټه کړې او له خلکو د ګرانۍ موضوع ته ډېره توجه نه ده کړې.

نوموړې د پاکستان په چارو کې د بهرنیو قوتونو لاسوهنې او د ګواښونکي لیک موضوع هم د خلکو د توجه وړ شوې.