پېښور؛ پلار او لور په یو وخت د لوړو زدکړو سندونه ترلاسه کړل

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي - پېښور
  • د خپرېدو وخت

ډاکتر مسعود احمد او لور یې نادیه مسعود په یوه وخت او یو ځای د خیبر پښتونخوا له پېښور انجینرینګ او تکنالوژۍ پوهنتونه د دکتورا یا پي ایچ ډي سندونه ترلاسه کړي دي.

پلار او لور د پي ایچ ډي لپاره یو ځای پوهنتون کې زدکړې پیل کړې، یو ځای کامیاب شوي او یو ځای یې سندونه ترلاسه کړي دي.

مسعود احمد په دې هکله وايي، د بهرنیو هېوادونو بورسونه یې هم ځکه رد کړي وو چې د کورنیو مسوولیتونو له کبله مخکې و نه توانېد د کتورا تر کچې لوړې زدکړې وکړي، خو اوس یې مېرمن د کور مسوولیتونه ترې په غاړه واخیستل او دی وتوانېد زدکړو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا د نادیه په ګډون درې لوڼې لري، چې دوو نورو لوڼو یې هم لوړې زدکړې کړې او واده شوې دي.

نوموړی وايي، د پوهنتون دندې تر څنګ یو کاروبار هم لري، خو دا هر څه یې د مېرمن مرستې له کبله شوني شول:

''مېرمن مې د ناروغې مور او خویندو، وروڼو پالنې تر څنګ راته اسانتیا چمتو کوله چې خپل ټول پام څېړنې او لیک - لوست ته کړم. ''

د مسعود احمد لور نادیه مسعود وايي، له پلاره په الهام یې د انجینرینګ برخه کې لوړې زدکړې وکړې او په وینا یې:

''موږ ډېر زیار وګاله، له یوه بل سره مو مرسته کوله، موږ داوړو ۲۰۲۱ کې پي ایچ ډي بشپړه کړه او د ۲۰۲۲ فراغت مراسمو کې سندونه راکړل شول. ''

نوموړې بي بي سي ته وویل، دوی له مخکې داسې کوم پلان نه درلود، خو د ښه تصادف له مخې پلار او لور په یوه ځای دکتوراه سندونه ترلاسه کړل.

دا وايي:

''دا یوه یادګاري ورځ وه، زما لپاره د پلار لپاره مې او د مور لپاره مې، ځکه مخکې مو داسې نه و اورېدلي چې پلار او لور دې په یوه ورځ د لوړو زدکړو سندونه ومومي. ''

مسعود احمد وايي، دی په میخانیکي څانګه کې استاد دی او لور یې په الیکترونیکي څانګه کې وه.

نوموړی زیاتوي: ''ما په میکاټرونیکس کې پي ایچ ډي ترلاسه کړه او لور مې په الیکټریکل انجینرینګ کې دکتورا ته ورسېده. ''

نوموړی وايي، له ۱۹۸۸ کال راهیسې پوهنتون کې د استاد دنده لري، په همدې کال یې واده کړی او په ۱۹۸۹ کال کې د پلار له وفات وروسته د کور مسوولیت ورپه غاړه شو، چې له کبله یې د پي ایچ ډي تر کچې د لوړو زدکړو ترلاسه کولو لړۍ وځنډېده.

ښاغلی احمد وايي، په دې موده کې یې ځینې بورسونه هم ترلاسه کړل، خو د کور مسوولیت له کبله یې رد کړل او بیا په ۲۰۱۶ کال کې یې فرصت وموند چې تحقیق ته وخت ورکړي او د پي ایچ ډي لپاره چمتووالي پیل کړي.

نوموړی وايي، لور یې په همدې کال د ماسټرۍ تر کچې زدکړې بشپړې کړې او په یوه وخت یې د دکتورا لپاره داخله واخیسته.