خواښې او نږور یو ځای د خیبر پښتونخوا سیمه ییزو ټاکنو ته نوماندې وې

رابعه بي بي

د عکس سرچینه، shahnawaz

    • Author, کوثر اعوان وحید
    • دنده, بي بي سي پېښور
  • د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا په مومند ضلع کې لومړی ځل له یوه کوره دوو ښځو د ښاروالیو یا ځايي ټاکنو کې برخه اخیستې، چې د سیمې په کچه بې سارې پېښه بلل کېږي.

د تېرې اونۍ دې ټاکنو کې د ۶۵ کلنې دنیا بي بي او نږور یې رابعه بي بي د بېلا بېلو ګوندونو له لوري ټاکنو ته ولاړې وې، چې دنیا بي بي د ترکزی سیمې کلیوالي ښاروالۍ شورا ته بریالۍ شوې ده.

د یادونې ده، چې له دې مخکې په دې قبایلي سیمه کې نه خو د ښاروالۍ ټاکنې کېدې او نه هم د ناامنیو او ټولنیزو بندیزونو له کبله په ټاکنو کې د ښځو ګډون ډېر دود درلود، خو په سږنیو ټاکنو کې تر ۱۵۰ پورې ښځې د کاندیدانو په توګه ولاړې وې.

دنیا بي بي چې د ۴۰۲ رایو په توپیر یې د پنځو کاندیدانو له ډلې بریا خپله کړې وايي، خپله له زدکړو بې برخې پاتې شوې، خو هغسې یې چې د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال یې د سیمې له ښځو سره ژمنه کړې، د نجونو د زدکړو او روغتیا په برخه کې به هلې، ځلې کوي.

دا وايي، د تعلیم لپاره یې مبارزه له خپل کوره پیل کړې وه او پر خپلو اولادونو یې هم زدکړې بشپړې کړې دي، چې په وینا یې زامنو یې ورسره په ټاکنیز کمپاین کې فعاله برخه درلوده.

د نیا بي بي وايي، د سیمې ښځې د تعلیم، روغتیا او ان څښاک پاکو اوبو په ګډون له ډېرو بنسټيزو حقونو محرومې دي چې په وینا دې لړ کې باید ډېر کار وشي.

د دنیا بي بي نږور رابعه چې دې ټاکنو کې پاتې راغلی، وايي، ناهیلې نه ده او له دې وروسته به د سیمې له ښځو سره چې په وینا یې ډېری هغو یې تر اوسه پېژندپاڼې هم نه درلودې، د رایې ورکولو پر اهمیت د پوهېدو لپاره مبارزه وکړي.

د ځايي رسنیو د رپوټونو له مخې د خیبر پښتونخوا په ۱۳ ضلعو یا ولسوالیو کې نژدې دوه زره کسان له ټاکنیزې سیالۍ پرته بریالي شوي، چې له دې ډلې تر اته سوه تنه ډېرې ښځې دي.

د ټولو ۱۷ ضلعو دې ټاکنو کې ټولټال نژدې ۳۷ زره کاندیدانو برخه اخیستې وه، چې د ښاروال نیولې د ښاروالۍ شورا تر غړیتوب یا کونسلر پورې څوکۍ پکې شاملې دي. دې کې ځوانانو، بزګرانو، لږکیو، کارګرو او ښځو لپاره د کونسلرانو ځانګړې څوکۍ په پام کې نیول شوې وې.