ادريس خټک د پاکستان پوځي محکمې له خوا په ۱۴ کاله بند محکوم شوی

ادریس خٹک کو نومبر 2019 میں اسلام آباد سے اکوڑہ خٹک کے راستے پر صوابی انٹرچینج کے پاس سادہ لباس میں ملبوس چند افراد نے اُن کی گاڑی سے اتار لیا تھا

د عکس سرچینه، SHUMAISA KHATTAK

د عکس تشریح، ادريس خټک په ۲۰۱۹ کال کې د اسلام اباد او اکوړه خټک پر لار په ملکي جامو کې څو کسانو له موټره ايستلی و
د خپرېدو وخت

د پاکستان يوې پوځي محکمې ټولنيز فعال ادريس خټک د جاسوسي په تور په ۱۴ کاله بند محکوم کړی دی.

د پوځي سرچينو له مخې ادريس خټک ته د ډسمبر پر دويمه نېته سزا اورول شوې وه او پر نوموړي تور دی چې د ډرون بريدونو لپاره يې ځمکني معلومات ورکول.

پوځي سرچينه وايي چې محاکمه د تړلو دروازو تر شا وشوه او تورن کس ته وکيل ورکړل شوی و خو وايي د کره ثبوتونو له وړاندې کېدو وروسته تورن کس ته سزا واورول شوه.

د پوځي سرچينو له خوا د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه يو ملکي کس په پوځي توګه محاکمه کېدی شي وويل، چې د پاکستان د اساسي قانون له مخې يو ملکي کس په "ځانګړو شرايطو" کې پوځي محاکمه کېدی شي.

د ادريس خټک لور او د هغه ورور اويس خټک ويلي، دوی ته د سزا په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

ادریس خٹک کی بیٹی نے اپنے والد کی جبری گمشدگی کے خلاف پشاور ہائیکورٹ سے رجوع کیا تھا

د عکس سرچینه، SHUMAISA KHATTAK

د عکس تشریح، د ادريس خټک لور د پلار د تري تم کېدو په خلاف د پېښور سترې محکمې ته عريضه کړې وه

له بي بي سي سره په خبرو کې اويس خټک وويل، چې د جمعې په ورځ ورته ټيليفون شوی و چې ورور يې ادريس خټک د جهلم ولسوالۍ جېل ته لېږدول شوی دی.

د پوځي سرچينې ترمخه د ادريس خټک محاکمه يا کورټ مارشل په جهلم کې شوی دی.

د پوځي سرچينو په وينا، "ادريس خټک نه يوازې بهرنيو استخباراتي ادارو ته د حساسو معلوماتو په ورکولو تورن شوی و بلکې د مختلفو اشخاصو په اړه د معلوماتو چمتو کولو کې هم تورن دی چې پایله کې يې امریکايي ځواکونو ډرون بريدونه کول چې له امله يې ګڼ بې ګنا کسان هم وژل شوي دي".

ياده دې وي چې د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د خيبرپښتونخوا د پېښور سترې محکمې مشر قيصر رشيد په مشرۍ دوه کسيزې ډلې په پوځي عدالت کې د ادريس خټک د مقدمې ځنډولو غوښتنه رد کړې وه. دا غوښتنه د ادريس خټک ورور کړې وه.

تر دې وړاندې په ۲۰۲۰ کال کې هم د نوموړي د مقدمې ځنډولو غوښتنه رد شوې وه.

ادریس خٹک

د عکس سرچینه، Courtesy Shumaisa Khattak

ادريس خټک د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۱۳ نېټه صوابۍ کې نيول شوی و او له دې يو کال وروسته د دفاع وزارت ومنله چې ادريس خټک د دوی د يوې ادارې په توقيف کې دی.

د ادريس خټک د وکيل طارق افغان په وينا، د هغه موکل د پاکستان پوځ د قانون او د رسمي رازونو د قانون له مخې نيول شوی دی.

د پېښور ستره محکمه کې پر ادريس خټک ګڼ تورونه لګول شوي او د هغو معلوماتو په اړه هم يادونه شوې وه چې ده "د بريتانيا استخباراتي ادارې اېم ای ۶ يوه کارکوونکي مايکل سيمپل ته ورکړي وو".