تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د 'ارمي پبلک سکول' زده کوونکو میندې او پلرونه: طالبانو ته د بښنې حق یوازې زموږ دی
پېښور کې د پوځي ښوونځي د قرباني شویو زده کونکو ميندو او پلرونو د پاکستان دولسمشر ډاکتر عارف علوي او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لخوا د پاکستاني طالبانو د تحریک غړو ته د بښنې وړاندیز ته سخت غبرګون ښودلی دی.
د قرباني شویو ماشومانو ميندې او پلرونه وايي د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر په ۱۶مه پر پوځي ښوونځي برید کې د دوی ماشومان وژل شوي او یوازې دوی حق لري چې د خپلو ماشومانو د 'وژونکو ' د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.
ځینو میندو او پلرونو له بي بي سي سره په خبرو کې ویل چې د پاکستاني طالبانو ته د بښنې حق یوازې دوی لري او بل هېڅوک په دې اړه پرېکړه نه شي کولای.
پر پوځي ښوونځي برید کې د وژل شوي اسفند خان مور بي بي سي ته وویل له تېرو څو کلونو راهیسې یې د ماشوم زوي د مرګ دروند غم پر اوږو دی او له هڅو سره سره نه شي کولای چې د خپل زوی غم هېر کړي ځکه چې په وینا یې د پاکستان حکومت له خپلو کړونو سره دغه غم تازه ساتي.
د اسفند خان مور زیاتوي چې د ولسمشر عارف علوي او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي لخوا دا اعلان چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړو ته یې د بښنې په برخه کړی د ټولو وژل شویو زده کوونکو ميندې او پلرونه ځورولي او دوی یې په کلکو ټکو غندي.
ميندو او پلرونو خبرداری ورکړی چې که ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر کړی وړاندیز بېرته وانخلي نو د حکومت پرضد به په مظاهرو لاس پورې کړي او لړۍ به یې د هېواد بېلا بېلو برخو ته وغځوي.
د یادونې ده چې د ۲۰۱۴م کال د ډسمبر په ۱۶مه نېټه د پېښور پر پوځي ښوونځي په برید کې د ښوونکو په ګډون له ۱۰۰ ډېر کسان ووژل شول.
تر دې وړاندې هم په ښوونځي کې د ژول شویو زده کوونکو ميندو او پلرونو د پېښې په اړه احتجاجونه کړي دي.
پېښه کې د قرباني شویو زده کوونکو د کورنیو په غوښتنه په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان سترې محکمې د پېښې په اړه د څېړنو په خاطر یو کمېسیون جوړ کړ.
د پاکستان حکومت په تېر کې دا ادعا هم کړې وه چې په دې پېښه کې ککړ کسان یې نیولي او سزا یې ورکړې ده خو د وژل شویو زده کوونکو ميندې او پلرونه د حکومت له خوا په دې برخه کې له کړو اقداماتو نه چندانې خوښ نه ښکاري.