پېژندل شوی پښتون خبریال رحیم الله یوسفزی له سرطان وفات شو

یوسفزی

د عکس سرچینه، Social media

د خپرېدو وخت

د پاکستان یو وتلی خبریال، څېړونکی او د نیوز انټرنېشنل ورځپاڼې مدیر رحیم الله یوسفزی د ۶۷ کلونو په عمر پنجشنبه پېښور کې وفات شوی.

د نوموړي خوریی مشتاق یوسفزي بي بي سي ته وویل، رحیم الله یوسفزی له تېر یو نیم کال راهیسې په سرطان اخته و او همدا یې د مړینې لامل شو.

د ښاغلي یوسفزي جنازه به د جمعې پر ورځ د سهار ۱۱ بجې مردان کې د هغه پلرني کلي 'انځرګي' کې ترسره کېږي.

رحیم الله یوسفزي څو لسیزې له بي بي سي سره کار کړی و او همدا راز نیویارک ټایمز، د امریکا اې بي سي او نورو معبترو رسنیو ته یې لیکنې کړې دي.

نوموړي د هغو کم شمېر خبریالانو په ډله کې و چې د القاعده شبکې بنسټګر اسامه بن لادن او او د افغان طالبانو له بنسټګر ملا عمر سره یې مرکې کړې وې.

نوموړی د سیمه ییزو چارو شنونکی و او ډېرو نړیوالو او سیمه ییزو ورځپاڼو او مجلو لپاره یې لیکنې کړې دي.

د پاکستان پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف ښاغلي یوسفزي ته د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د دندې وړاندیز هم کړی و خو ده نه وه منلې.

رحیم الله یوسفزي ته د خبریالۍ په ډګر کې د څو لسیزو خدماتو له کبله د پاکستان دولت لخوا د 'ستاره امتیاز' جایزه هم ورکړل شوې وه.

نوموړي پر افغانستان د شوروي ځواکونو د یرغل سره هممهاله پر نړیوالو رسنیو خبریالي پیل کړه.

ښاغلی یوسفزی په نویمه لسیزه کې د طالبانو د تحریک له راڅرګندېدو سره څو ځله افغانستان ته ولاړ او هلته یې د دې ډلې له پخواني مشر او بنسټګر ملا محمد عمر سره مرکې وکړې.

د افغانستان،‌ پاکستان او نورې نړۍ په رسنیو کې نوموړي ته د یو داسې خبریال او شنونکي په سترګه کتل کېدل چې د سیمې سیاسي،‌ امنیتي او ټولنیزو چارو سره له نږدې بلد و او ژور نظر یې پرې ساتلو.‌