'وزیرستان کې د ښوونځي پر دېوالونو د طالبانو شعارونو په هکله پلټنه کېږي'

د عکس سرچینه، .
- Author, عزیزالله خان او ګوهر مسید
- دنده, خبریال
- د خپرېدو وخت
سویلي وزیرستان کې ځايي چارواکي وايي، د کړمې سیمې د یوې لیسې پر دېوالونو د هغو شعارونو په هکله پلټنه کوي، چې ادعا کېږي، د تحریک طالبان پاکستان له لوري لیکل شوي دي.
د سیمې یو چارواکی (ډي پي او) شوکت علي په دې هکله وايي، دوی ته د چارشنبې پر ورځ په دې هکله رپوټونه رسېدلي، خو په وینا یې دم ګړۍ باوري نه دي، چې دا لیکنې طالبانو کړې او که نه.
نوموړی زیاتوي ځايي پولیسو په دې هکله پلټنه پیل کړې ده.
یوې ځايي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، د دوشنبې پر ورځ په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان ځینې کسان لیدل شوي او پر بله ورځ ځايي خلکو د ښوونځي پر دېوالونو لیکلي شعارونه ولیدل.
بل لور ته د وسله والو طالبانو سرچنیو هم تایید کړې چې دغه شعارونه د تحریک طالبان پاکستان له لوري د یوې ډلې کسانو لیکلي چې د حمزه ګروپ په نامه یادېږي.
له څه مودې راهیسې په شمالي او سویلي وزیرستان کې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې، خو د پخوا پرتله یې بڼه بدله شوې ده او د پراخو ډله ییزو بریدونو پر ځای هدفي بریدونه کېږي.
۲۰۱۹ کال کې شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۵۱ و، په ۲۰۲۰ کال کې بیا د داسې پېښو شمېر ۳۱ وو، او د روان کال دغه ډول پېښو په هکله ویل کېږي، چې تر اوسه نژدې یو درځن دغه ډول بریدونه شوي دي.
له شمالي وزیرستانه رپوټونو کې ویل شوي، چې په ډوګه مچه سیمه کې د سخت دریځو پر ضد عملیاتو کې تر اوسه د امنیتي ځواکونو یو کس وژل شوی او درې سخت دریځي وسله وال وژل شوي دي.
له دې مخکې د سویلي وزیرستان په سروکۍ سیمه کې نامعلومو وسله والو درې کسان په ډزو ووژل، چې د رپوټونو له مخې د تحریک طالبان پاکستان هغه غړي وو، چې حکومت ته تسلیم شوي وو.

د عکس سرچینه، AFP
د ځايي اوسېدونکو په وینا له څه مودې راهیسې پر تسلیم شویو کسانو ورته بریدونه شوي، چې پایله کې یې اووه کسان وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې د سویلي وزیرستان په تیارزه سیمه کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی و.
دې برید کې د ایف سي نومي ملېشه ځواک درې سرتېري ووژل شول او درې تنه نور ټپیان شول.
په وزیرستان کې پاکستاني امنیتي ځواکونو د سخت دریځو وسله والو پر ضد د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات په ۲۰۱۴ کال کې پیل کړل، چې څلور کاله یې دوام وکړ.
د دې عملیاتو له کبله یوازې له شمالي وزیرستانه نژدې یو میلیون ځايي اوسېدونکي نورو سیمو ته کډوال شول.
خو له وسله والو د سیمې پاکولو او بیا رغاونې له حکومتي ژمنو سره سره یو شمېر ځايی اوسېدونکي لا هم خپل کور، کلي ته نه دي ستانه شوي.




















