سویلي وزیرستان؛ پولیسو ته مشروطه اجازه ورکړل شوې چې د مشکوکو کسانو نیولو لپاره کورونو ته ننوځي

د عکس سرچینه، Zabihullah Wazir
- Author, عزیزالله خان
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د سویلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې پولیسو ته په مشروط ډول اجازه ورکړل شوې، د هغو مشکوکو کسانو نیولو لپاره کورونو ته ننوځي چې هلته پټېږي.
دغه وړاندیز د ځايي پولیسو، سیاسي مشرانو او سیمه ییزو مخورو په یوه غونډه کې شوی. د یادونې ده چې له دې مخکې پولیسو اجازه نه درلوده، د مشکوکو کسانو نیولو لپاره په هغوی پسې کورونو ته ننوځي.
اعظم ورسک سیمه ډېورنډ کرښې ته پنځه کیلومترۍ کې پکتیکا ولایت ته څېرمه پرته ده.
په دې سیمه کې ښځینه پولیسې نشته او د کور تالاشۍ لپاره له محکمې اجازت اخیستو ته پولیس اړ کېږي چې نورو ولسوالیو ته لاړ شي.
په ظاهره ویل کېږي چې د نشه يي توکو پلورونکي یا په شخصي دښمنۍ کې د نورو وژونکي کسان له جرم وروسته په کورونو کې پټېږي او له نیول کېدو ځان ژغوري.
ځايی چارواکي وايي، اوس د ځايي مشرانو او استازو په شتون کې د مشکوکو یا تورونو کسانو نیولو پرېکړه یوازې د یوې سیمې لپاره شوې، خو وروسته به یې ساحه نورو سیمو ته هم وغځول شي.

د عکس سرچینه، Zabihullah Wazir
د اعظم ورسک سیمې پولیسو مشر ذبیح الله وزیر بي بي سي ته وویل، د سیمې پولیسو مرکز کې رابلل شوې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د نشه يي موادو پلورونکي باید دا کاروبار پرېږدي او که نه ځايي خلک یې باید داسې کولو ته اړباسي. ښاغلي وزیر وویل:
"که له دې سره هم دوی له دې کاروباره لاس نه اخلي، پلار، ورور یا زوی یې باید پولیسو ته وسپاري، که داسې هم و نه شي، پولیس به واک لري چې د قومي مخورو او ځوانانو په شتون کې پولیس کور ته ننوځي او دغه کس یا کسان ونیسي".
ښاغلی وزیر زیاتوي:
"دغه راز که د بازار په یو کیلومتر ساحه کې څوک د شخصي دښمنۍ له کبله قتل وکړي، دا هم باید همداسې پولیسو ته وسپارل شي او یا به یې پولیس له کوره نیسي".
ښاغلي وزیر زیاتوي دې لړ کې یې د وړاندیزونو لپاره د سیمې ټولو خلکو ته بلنه ورکړې وه، چې پولیسو مرکز ته ورشي.
له دې مخکې په دې سیمه کې د ایف سي ار یا 'فرنټئر کرایم ریګولېشن ' په نامه قانون پلي کېدلو چې ځايي ملېشې ته یې د مشکوک یا تورن کس پر ځای د هغه د زوی، پلار، ورور یا بل خپلوان د نیولو واک ورکړی و.
د هغه قانون له مخې مشکوک کسان له محاکمې پرته تر اوږده مهاله په زندان کې ساتل کېدای شوای.
'ایف سي ار ' لومړی ځل په ۱۸۷۱ کال پلي شو او وروستی ځل ۱۹۹۱ کال کې پکې نورې مادې هم ورزیاتې شوې.


















