کوویډ-۱۹: پاکستان کې افغان کډوالو ته واکسین لګول کېږي؟

کووڈ 19

د عکس سرچینه، UNHCR

د عکس تشریح، روغتیاپوهان کډوالو ته واکسین ضرور بولي.
    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي پېښور
  • د خپرېدو وخت

"د مور فکر راسره وي، هغه شاوخوا څلویښت کلنه ده. چم ګاونډ کې مو نورو خلکو ته د کورونا واکسین لګول کېږي، خو موږ نه پوهېږو څه وکړو. تر اوسه پر دې هم نه پوهېږو چې واکسین ګټور دي که نه؟"

صالحه زدکوونکې ده. پلار یې نشته. درې خویندې دي او یو ورور لري. ورور یې کوچنی، شاوخوا لس کلن او اوس ناروغ دی.

صالحه وايي د کورونا واکسین په اړه ډېر مالومات نه لري، خو په دې اند ده چې د نړۍ لروبر کې یې خلک لګوي، نو دوی ترې ولې بې برخې دي.

نوموړې زیاتوي: "نړۍ کې د کورونا وبا خپره شوې - د مخنیوي لپاره یې واکسین لګول خورا اړین دي.'

پاکستان کې شاوخوا دوه نیم میلیون افغان کډوال مېشت دي، خو د هغوی لپاره تر دې دمه د کورونا واکسین کوم منظم پلان نشته.

د پاکستان د روغتیايي ادارو چارواکي وايي اوس یوازې هغو افغانانو ته واکسین لګوي چې د افغانستان پاسپورت ولري.

دوی زیاتوي چې دغه افغانان د واکسین لګولو پر مهال د پاسپورت د نمبرونو له مخې راجستر کېږي.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر سید امتیاز حسین شاه بي بي سي ته وویل، افغان کډوالو ته د واکسین لګولو یا نه لګولو پالیسي مرکزي حکومت جوړوي او هره پریکړې چې وشي، دوی به پرې عمل وکړي.

د نوموړي په وینا دغه ایالت کې دمګړۍ یوازې هغو افغانانو ته واکسین لګول کېږي چې پاسپورتونه لري.

خو ګڼ داسې کډوال هم شته چې پاکستان کې د اوسېدو هېڅ اسناد نه لري.

'ځینې کډوال له کورونا اندېښنه کې دي'

افغان پناہ گزین، پاکستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان کې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال شته.

صالحه وايي د کډوالۍ اسناد ورسره دي خو پاسپورت نه لري.

د هغې مور زینب وايي افغان کډوال هم باید د نورو وګړو په څېر له اسانتیاوو برخمن وي.

امین الله هم افغان دی چې پېښور کې د کډوالو یوه کلي کې اوسي.

هغه وايي د دوی کلي کې ځینې کسان په کورونا اخته او د درملنې لپاره روغتونونو ته هم تللي دي، خو تر اوسه هلته چا ته د کورونا واکسین نه دي لګول شوي:

"دلته داسې کسان شته چې کورونا نه دي اغېزمن کړي. هغوی دا دورغ ګڼي او باور هم نه لري چې دا وېروس دې موجود وي. خو چې ناروغ شي بیا وېرېږي هم او د درملنې لپاره منډې ترړې وهي."

امین الله ۲۱کلن او د یوې غټې کورنۍ غړی دی. د نوموړي په وینا پلار یې د کورنۍ مشر او ۱۵ وروڼه او ورېرونه لري. نوموړی وايي 'موږ پنځه وروڼه یو.'

امین الله زیاتوي واکسین لګول ضروري دي خو دوی ته تر اوسه نه دي ویل شوي چې د کډوالۍ په کارت او اسنادو واکسین لګولی شي.

د نوموړي په وینا کورنۍ کې یې شاوخوا لس داسې کسان دي چې دا واکسین ورته ډېر ضروري دی.

دی وايي پاکستاني وګړو ته واکسین لګول کېږي، خو دوی ترې بې برخې دي.

د افغانانو څومره کلي دي؟

ویکسین

د عکس سرچینه، Getty Images

دمګړۍ پاکستان کې یو میلیون او ۴۰۰ زره افغان کډوال راجستر دي او د کډوالۍ کارتونه لري.

اته لکه نور د کډوالۍ کارت نه لري خو ځانونه یې ثبت کړي د اوسېدو اسناد ورسره شته . ګڼ شمېر نور بیا داسې دي چې هېڅ راجستر شوي نه دي.

پاکستان کې د افغان کډوالو ټولټال ۵۳ کلي دي. پخوا دغه کلي د افغان کډوالو پنډغالي بلل کېدل خو اوس د کلیو په نوم پېژندل کېږي.

په دوی کې ۴۲ کلي په خیبرپښتونخوا، ۱۰ لوچستان او یو د پنجاب ایالت په میانواله(میاوله) ښار کې دی.

پر دې سربېره ګڼ افغانان د پاکستان ښارونو کې خواره واره هم میشت دي.

اټکل دا دی چې پاکستان کې به د ټولو افغان کډوالو شمېر په دوه نیم میلیونو اوړي، خو تر اوسه د هغوی لپاره د واکسیناسیون هېڅ پروګرام نشته.

له همدې کبله دا اندېښنه موجوده ده چې کورونا وبا به په چټکۍ د افغان کډوالو دغو کلیو کې خپره شي.

کومو افغان کډوالو ته واکسین لګول کېږي؟

پناہ گزین

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې ګڼ داسې افغان کډوال هم اوسي چې همدغه هېواد کې زېږېدلي دي. په دوی کې داسې کسان هم شته چې اوس یې عمر په ۳۰ کلونو اوړي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي ار که څه هم د افغان کډوالو د واکسیناسیون په تړاو یوه اعلامیه خپره کړې وه، خو تر اوسه عمل پرې نه دی شوی.

په دې تړاو د یو این ایچ سي ار له ویاند قیصر افریدي سره وغږېدو.

نوموړی وايي د پاکستان حکومت په مرکزي کچه پرېکړه کړې وه چې افغان کډوالو ته به هم واکسین لګول کېږي.

د نوموړي په وینا تېره اپریل میاشت د پاکستان د قوماندې ملي عملیاتي مرکز 'این سي او سي' کې د ناستې پر مهال پرېکړه وشوه چې د افغان کډوالو په ګډون به هغو ټولو بهرنیو وګړو ته واکسین لګول کېږي چې د کډوالۍ کارتونه لري.

نوموړی وايي د دوی مالومات ښيي چې د دې پرېکړې له مخې ځینو راجستر شویو افغان کډوالو ته لومړی ډوز واکسین لګول شوي هم دي.

خو کله چې مو د افغان کډوالو کلیو کې پوښتنه وکړه، راته وویل شول دوی نه پوهېږي چې چا ته د کورونا واکسین شوي.

روغتیايي چارواکي څه وايي؟

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د روغتیايي ادارو چارواکي بیا وايي تر اوسه ټولو افغان کډوالو ته د واکسین پرېکړه نه ده شوې.

د دوی په وینا: "یوازې هغو کسانو ته واکسین لګول کېږي چې افغان پاسپورت ولري. تر اوسه د کډوالۍ په کارت د واکسین لګولو پرېکړه نه ده شوې."

پېښور کې د افغان کونسلګرۍ چارواکي وايي دوی او یو این ایچ سي ار د پاکستان له حکومت سره په خبرو بوخت دي، خو د [تېرو پرېکړو] په اړه څه مالومات نه لري.

د زینب، صالحې او امین په څېر افغان کډوال هم د پاکستاني وګړو په شان د کورونا له خطر سره مخامخ دي او د دغه وېروس د خپرېدو لامل ګرځېدای شي.

پاکستان کې روغتیاپوهان وايي دغه هېواد کې د کورونا د جرړو ایستلو لپاره اړینه ده چې افغان کډوالو ته هم واکسین ولګول شي.