ملالې یوسفزۍ ته د علي وزیر ځواب: د پښتنو او بلوڅو د ټولوژنې پوښتنه هم وکړه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي‌ وزیر د سولې نوبل جایزه ګټونکې ملالۍ یوسفزۍ ته پر ټوېټر لیکلي‌ چې د پښتنو او بلوڅو د ټولوژنې پوښتنه دې هم وکړي.‌

ملالۍ یوسفزۍ په امریکا کې روانو احتجاجونو ته په اشارې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې د تور پوستو سره زیاتی او نا انصافي ورته د منلو نه دي.‌

دغه احتجاجونه تېره اوونۍ د پولیسو په لاس د یو تورپوستي جورج فلویډ له وژنې وروسته پیل شول او اوس ټول هېواد ته غځېدلي‌ او تاوتریخوالی هم پکې شوی.‌

ملالې یوسفزۍ پر ټوېټر لیکلي چې د هغو تورپوستو ټولنو ترڅنګ ولاړه ده چې د وژل شوي‌ جورج فلویډ او نورو کسانو لپاره انصاف غواړي.‌

د نوموړې د دې ټویټ په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر علي وزیر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي:

"سمه ده چې د تور پوستو ژوند مهم دی. خو په سویلي اسیا کې د فاشېستو رژیمونو لخوا د پښتنو او بلوڅو ټولوژنه به څنګه شي؟ دلته چې هره ورځ کومه ګناه کېږي، د امریکا له هغې لس واره بدتره ده "

علي وزیر ملالې یوسفزۍ ته لیکلي: "یا بې طرفه اوسه، او یا حقیقت ومنه".

دا لومړی ځل نه دی چې پښتانه ملتپالان پر ملالې یوسفزۍ دا ډول نیوکې کوي.‌ ډېری کسان ګیله کوي‌ چې نوموړې په پښتونخوا کې د روان وضعیت په اړه ښکاره دریځ نه لري.‌

د بېلګې په توګه نوموړې کله هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د اهدافو او فعالیت ښکاره ملاتړ نه دی کړی.

‌له همدې کبله پر نوموړې نیوکه کېږي چې د پښتنو د حقونو لپاره هغسې غږ نه پورته کوي‌ چې پکار ده، خو د نړۍ نورو برخو کې د نورو خلکو ملاتړ کوي.‌

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزۍ بیا که څه هم په ښکاره د پښتنو د حقونو د غورځنګونو ملاتړ نه کوي،‌ خو ډېر کله په پښتونخوا او افغانستان کې ترهګر بریدونه غندي او له پښتنو سره د کېدونکې نا انصافۍ خبره هم کوي.

په امریکا کې روان تاوتریخالی اوس د دې هېواد ګڼو ښارونو ته غځېدلی او خلک د پولیسو لخوا د جورج فلویډ د وژنې پر ضد لارو کوڅو ته راوتلي دي.

له امریکا پرته د نړۍ په ګڼو نورو هېوادونو کې هم خلکو احتجاجونه کړي دي او په امریکا کې د تورپوستو د حقونو غوښتنه کوي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا احتجاجونه غندلي او روان تاوتریخوالي ته یې د کورنۍ ترهګرۍ نوم ورکړی. نوموړي پر پلازمڼې واشنګټن سربېره ګڼو نورو ښارونو کې د پوځیانو ځای پر ځای کولو امر هم کړي.