پښتونخوا کې د هندوانو پر مندر له برید وروسته ۲۸ کسان نیول شوي

په خیبر پښتونخوا کې پولیسو د هندوانو پر معبد (مندر) د ډله ییز برید په تور ۲۸ کسان نیولي دي. د چارشنبې پر ورځ د خیبر پښتنوخوا ایالت د کرک په داود شاه بانډه سیمه کې ځايي هندوانو په خپل مندر کې ودانیزې چارې تر سره کولې، چې د دې چارې مخالفو مظاهره کوونکو یې مخه ونیوه، برید یې وکړ او مندر ته یې زیان واړاوه.
نن پنجشنبه د پاکستان سترې محکمې په دې لړ کې یوه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي، محکمه به د جنورۍ پر پنځمه نېټه دا قضیه څېړي.
د پاکستان قاضي القضات د دغه هېواد د هندوانو شورا له مشر سره له لیدنې وروسته پر پېښه سخته خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړی وايي، د خیبر پښتونخوا عمومي سکرتر او پولیسو مشر به د پېښې ځای ته ځي او تر دوشنبې پورې به محکمې ته معلوماتي رپوټ وړاندې کوي.
په کرک سیمه کې ځايي پولیسو دې لړ کې ۲۸ کسان نیولي او د مندر په شاوخوا کې امنیتي ځواک ځای پر ځای کړی دی.
د پولیسو رپوټ کې ویل شوي، د جمعې پر ورځ یوه ځايي ملا امام محمد شریف ځايي خلکو ته په وینا کې وویل، چې پر ټیري سیمه د هندوانو مندر نه مني او نه هم د هندوانو تګ راتګ زغملای شي.
د پولیسو په وینا د دې وینا پر مهال هلته له زرو تر یو نیم زرو پورې کسان ناست وو. پولیس وايي، مولانا شریف خلکو ته وویل: "لاړ شئ، د هندوانو معبد په بشپړه توګه ونړوئ او که دې کې کوم مسلمان ووژل شي، شهید دی ".
د پولیسو په رپوټ کې راغلي، له دې پاروونکې وینا وروسته خلکو د هندوانو پر معبد برید وکړ.
ځايي پولیس وايي، مخکې پرېکړه شوې وه، چې د جمعې پر ورځ به دې لړ کې سوله ییز احتجاج کېږي، خو وروسته خلک ولمسول شول او پر معبد برید وشو.
دا مندر ولې جنجالي شوی دی؟

د مندر پراختیا لپاره له محکمې اجازه اخیستل شوې وه او په ځايي کچه دې لړ کې یوه هوکړه هم شوې وه. د دې پرېکړې له مخې هندوان کولای شي هغه ودانۍ وکاروي چې په بیه یې اخیستې او لار هم کارولای شي، خو د عبادت غږونه به یې د ودانۍ تر دننه حده محددود وي.
یو شمېر ځايي سرچینې بیا وايي، ځینې ځايي مذهبي مشران پر دې هوکړه خوښ نه وو، چې له کبله یې تاوتریخوالی رامنځته شو.
بل لور ته پېښور کې د فیت ټوریزم انټرنېشنل ادارې مشر څېړونکی هارون سرب دیال وايي: "دا معبد زموږ د مشرانو یادګار په توګه د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې ودان شوی و. زموږ مشرانو به د کرک په دې سیمه کې مراقبه کوله ".
د نوموړي په وینا د پاکستان له رامنځته کېدو وروسته هندوان له دې سیمې ووتل، خو اوس هم له سند او شاوخوا سیمو د پنجشنبې پر ورځ یو شمېر هندوان دې معبد ته د عبادت لپاره ورځي.
هارون سرب دیال وایي، د عبادت کوونکو شمېر له ډېرېدو سره دوی له حکومته د معبد پراخولو اجازه واخیسته.
د پاکستاني هندوانو شورا مسوولین وايي، له دې مخکې هم یوه ځايي هندو چې وروسته مسلمان او مذهبي عالم شو، دې معبد ته زیان اړولی و. د یادې شورا په وینا د پاکستان له رامنځته کېدو مخکې په دې سیمه کې ډېری اوسېدونکي هندوان وو.




















