تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مشال خان وژنه؛ محکمې د قضیې د اصلي تورن د اعدام سزا په عمري بند بدله کړه
د پېښور عالي محکمې د مشال خان د وژنې قضیې د اصلي تورن عمران علي د اعدام سزا په عمري بند بدله کړه.
له قاضي لال جان خټک او قاضي عتیق شاه جوړ دوه کسیز قضايي بورډ د پنجشنبې په ورځ د پریکړې اورولو پر مهال د دې قضیې د ۲۵ نورو تورنو- چې په ضمانت خوشي شوي وو - ضمانت رد کړ او د هغوی د بېرته نیولو او ورته د اورول شوي بند سزا د عملي کېدو حکم وکړ.
مشال خان د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم محصل وو او په ۲۰۱۷ کال یوه ډله قهرجنو کسانو دین ته د سپکاوي په تور په خورا بې دردۍ له وهلو ټکولو وروسته وواژه.
خو وروسته څېړنو وښوده چې پر هغه دین ته د سپکاوي لګول شوی تور بې بنسټه و.
اوس محکمې د دې قضیې اصلي او مرکزي تورن عمران علي ته د اعدام اورول شوې سزا په عمري بند اړولې او په عمري بند د نورو محکومو کسانو سزا یې پر خپل حال پرېښې ده.
پولیسو د دې پرېکړې پر مهال د محکمې تالار کې ۸ حاضر تورن ونیول.
د مشال خان پلار سترې محکمې ته ځي
د مشال خان پلار اقبال خان د پېښور د محکمې د دې پریکړې په غبرګون کې ویلي، د هېواد سترې محکمې ته به عارض شي.
نوموړی وايي: "تر قتل وروسته ابتدايي محکمو د قانوني جګړې پر مهال کمې سزاګانې واورولې... اوس یې د یوه تورن د اعدام سزا په عمري بند اړولې ده... د نورو د عمري بند سزا يې پر خپل ځای پریښې ده".
اقبال خان غواړي چې حکومت هم د پېښور محکمې د دې پرېکړې خلاف غوښتنه ثبت کړي.
هغه وايي: " دا مبارزه د راتلونکو نسلونو لپاره کوو - تر هغو چې سختې سزاګانې نه وي د دې (جرایمو) مخه نشي نیول کېدای... زما مشال خان بېرته نه را ژوندی کېږي. د هېواد د نورو وګړو خوندیتوب اړین دی".
د مشال د وژنې قضیه
د مشال خان د وژلو دوسیه کې ۶۱ کسان تورن شول - پولیسو له هغوی ۵۷ تورن ونیول او محکمې ته یې وړاندې کړل.
په دوی کې ډېر د عبدالولي خان پوهنتون محصلان او کارکوونکي وو.
په مشال خان مذهب ته د سپکاوي تور لګول شوی و خو د څېړونو لپاره د ګومارل شوي پلاوي رپوټ کې راغلي چې په دې اړه هېڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي.
لومړۍ محکمې د پولیسو لخوا د مشال خان د وژلو د قضیې په تړاو له ۵۷ نیول شویو کسانو اصلي تورن ته د اعدام، پنځو ته د ۲۵ - ۲۵ کلونو او پنځه ویشت نورو ته د ۴- ۴ کلونو بند سزا واوروله.
شپږویشت نور نیول شوي کسان سپین وبلل شول.
وروسته د پېښور عالي محکمې پر ضمانت د هغو ۲۵ کسانو د خوشې کېدو پرېکړه کړې وه چې په ۴ کاله بند محکوم شوي وو.