د نقیب مسید پلار محمد خان مړ شو

- Author, عرفان خټک
- دنده, ازاد خبریال
- د خپرېدو وخت
د پاکستان کراچۍ کې د وزیرستان وژل شوي ځوان نقیب مسید پلار محمد خان مړ شو. نقیب مسید چې کراچۍ کې د ترهګرۍ په تور له خپل کور اېستل شوی او بیا وژل شوی و، د وژنې په اعتراض کې یې پاکستان کې پښتون ژغورنه غورځنګ پیل شو.
محمد خان د سرطان په ناروغۍ اخته و او له تیرو څو میاشتو یې د پاکستان په راولپنډۍ ښار کې درملنه کېدله.
په دې وروستیو کې محمد خان ناروغۍ ډير ځپلی و او له ګرځېدو هم وتلی و.
نوموړي د نقیب مسید تر وژل کیدو وروسته د هغه پر بچیانو پام کاوه او د هغه د قتل قضیه یې په کراچۍ کې ثبت کړې وه.
ویل کېږي محمد خان خپل پلارني ټاټوبي وزیرستان کې خارو ته سپارل کیږي.
سبا لس بجې یې ټانک کې جنازه ده او بیا د وزیرستان مکین کې خاورو ته سپارل کېږي.

د عکس سرچینه، facebook
دې وروستیو کې ځينې پښتانه له محمد خان په دې خوا بدي شوي و چې ګني د خپل زوي د مرګ سودا یې کړې او د هغه وینه یې د پېسو او کور په بدل خرڅه کړې ده، خو نوموړي په خپل ژوند په بیا بیا دا خبرې رد کړې وې.
د ده زوی نقیب مسید د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیس افسر راو انوار لخوا په دې تور وژل شوی و چې ګواکې له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.
خو پاکستان کې د بشري حقونو فعالانو او پښتنو سیاسي مشرانو تور ولګاوه چې د راو انوار په مشرۍ د کراچۍ د پولیسو یوې ډلې په یوه جعلي نښته کې نقیب الله مسید په بېګناه توګه وژلی دی.

د عکس سرچینه، ثنا اعجاز
راو انور څو میاشتې فراري و، خو تېر کال مارچ میاشتې وروستیو کې اسلام اباد کې د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شو، او وروسته په ضمانت خوشی شو.
د هغه د وژنې په غبرګون کې په پاکستان او نوره نړۍ کې پښتنو پراخ احتجاجونه وکړل او د همدې احتجاجونو او پرلتونو په پایله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نامه د پښتنو د حقونو غوښتونکې ډله، یعنی پښتون ژغورنې غورځنګ هم رامنځته شو.



















