تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قبایلي سیمې: د پاکستان سرشمېرنه نه منو
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
- د خپرېدو وخت
له ډيورنډکرښې سره څېرمه د قبایلي سیمو وګړي وايي، د پاکستان په اوسنۍ سرشمېرنه کې ددوی شمېر بېخي کم ښوول شوی، چې دوی به يې پر ضد هم ددغه هېواد په پارلمان کې دننه او هم بهر احتجاج پېل کړي.
په دې سرشمېرنه کې د ټولو قبایلي سیمو شمېر پنځه میلیونه ښوول شوی، چې قبایلو رد کړی دی.
د پاکستان په مشرانو جرګه کې د مومندو استازي سناتور هلال الرحمان له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د دوشنبې ورځې د مشرانو جرګې غونډه کې به پر همدې بحث وکړي او په خبره يې دغه سرشمېرنه یو مخ ردوي.
د سناتور هلال په خبره تردې وړاندې يې لا په وار وار د همدې سرشمېرنې په تړاو خپلې اندېښنې له پاکستاني واکمنو سره شریکي کړې دي، خو وايي هیچا يې هم غږ وانه ورېد.
بلې خواته د د اورکزو استازی سناتور اورنګ زیب خان بیا وايي، په قبایلي سیمو کې پنځوس لکه کورونه دي او ابادي يې تردې څو چنده زیاته ده. ښاغلی خان زیاتوي، لاهم د قبایلي سیمو په زرګونو کورنۍ بې کوره دي او د پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې دي، نو دوی هلته سرشمېرنه د چا کړې؟
په پاکستان کې نولس کاله وروسته سرشمېرنه وشوه، چې ټول نفوس يې شاوخوا ۲۰۷ میلیونه ښوولی او د ۱۹۹۸زېږدیز کال د سرشمېرنې پرتله په کې ۷۵ میلیونه کسان ډېر شوي دي.
د قبایلي سیمو ډېری وګړي وايي، ددوی شمېر يې ځکه کم کښلی، چې دوی ته ګټې کمې ورکړل شي.
هلته په پېښور کې د قبایلي سیمو د لوستونکو سازمان مشره عزیزه مسود وايي، تر لوی اختر وروسته به ددغې سرشمېرنې ضد احتجاج پېل کړي.
له ډيورنډکرښې سره څېرمه د قبایلي سیمې ولس وايي، ددوی ډېری کورنۍ لاهم بې کوره او د ناامنۍ له امله له خپلو سیمو کډه شوې دي.
د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ په خبره له ۲۰۱۰ عیسوي کال راهیسې بیا د ۲۰۱۷ کال تر مارچ میاشت پورې له ټولو قبایلي سیمو ۴۷۰٫۴۷۹(څلور لکه اویا زره څلور سوه نهه اویا) کورنۍ بې کوره شود دي، چې ۴۱۰٫۰۰۰ بېرته ستنې شوي او شاوخوا ۶۰٫۰۰۰ يې لاهم له خپلو سیمو او کلیو لرې پرتې دي.