تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ناامنۍ د مومند ایجنسۍ د مرمر ډبرو کاروبار زیانمن کړی
- Author, رحمن الله
- دنده, پېښور
- د خپرېدو وخت
پر ډیورنډ کرښه پرته د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ د مرمر ډبرو کاروباریان وايي، ناامنۍ یې کاروبار په سلو کې اویا خراب کړی دی.
دوی وايي، پر ایجنسۍ د پاکستاني طالبانو د واکمنۍ او تر هغه را وروسته هم خپل ځان او کاروبار خوندي نه ګڼي.
په یاده قبایلي سیمه کې د مرمر ډبرو سلګونه کارخونې شته چې په هر یوه کې یې د اټکل له مخې تر ۳۰ پورې کسان نېغ په نېغه کار کوي، خو په ټوله کې یې زرګونو کسانو ته خیر رسي.
د یادو کارخونو له ډلې یې ډېری تړل شوي یا د تړل کېدو په حال کې دي.
په مومند ايجنسۍ کې ځينې غرونه لکه د زيارت غر د مرمر ډبرو د تولید له اړخه ډېر مشهور دی، خو ډېر کله د ناامنۍ او نورو پلمو له امله څوک نه ور پرېښودل کېږي.
په مومند ايجنسۍ کې د مرمر ډبرو د فابريکې څښتن سمین خان وايي، د برېښنا د نشتوالي او نورو ستونزو له امله یې کاروبار اغيزمن شوی او بې کاري ډېره شوې ده.
په مومندايجنسې کې د ماربلو سلګونه کارخانې دي، خو زياتره کارخانې تړل شوې او يا د تړلې کېدو په حال کې دي.
د مرمر فابریکه لرونکي وايي، حکومت ور سره تېر کې د مرمر صنعتي ښارګوټي د جوړولو ژمنه وکړه، سوداګرو پکې په پور ځمکې واخیستې، خو اوس ترې خپله ژمنه هېره ده.
په مومند ايجنسۍ کې د مرمر ډبرو فابريکې څښتن فرهاد وايي د پاکستان په نورو برخو کې حکومت سوداګرو ته د کاروبار لپاره په پور بیسې ور کوي، خو د قبايلې سيمو سوداګر ترې بې برخې دي.
کلدارې په رشوت کې
د مومند ایجسنۍ د مرمر ډبرو بل سوداګر احسان الله وايي، د یو شمېر کارخونو مالکان د برېښنا د دولتي بيل د تحویلولو پر ځای حکومتي چارواکو ته له ۳۰ تر ۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې د رشوت په توګه ور کوي.
نوموړي دا خبره هم وکړه چې د ناامنۍ په بهانه په غرونو کې د مرمر د خامو ډبرو د لاسته راوړلو لپاره د کیمیاوي موادو لېږد ته په سختۍ او بډو اجازه ور کوي.
په مومند ايجنسې کې د مرمر ډبرو سوداګر واېې د خلکو امنیت ساتل د حکومت دنده ده، خو دوی په دغه چاره کې پاتې راغلي چې له امله یې په مومندو ایجنسۍ کې د مرمر ډبرو کاروبار نژدې په ټپه درېدلی دی.