گرجستان کې پارلمان يو قانون تصويب کړى چې ترمخه يې شاوخوا درې زره کسان له بنده خوشي کېږي او د ډيرو نورو د بند موده کمېږي.
حکومت وايي ډېرى دغه زندانيان يا شکنجه شوي او ياهم د هيواد د پخوانۍ ادارې له لوري په ناحقه زنداني شوي دي .
د زندانيانو لومړۍ ډله به نن خوشي شي .
د زندان د ساتونکو له لوري د زندانيانو د بي رحمه شکنجې رسوايۍ د تير اکټوبر په ټاکنو کې د تير حکومت د ليري کيدو سبب شو .
د گرجستان ولسمشر چې گوند يې تير اکټوبرکې خپل واک له لاسه ورکړ له دغه گام نه د جنايت کارانو د ډله ييزې خوشي کېدنې په توگه غندنه کړې ده .












