په مصر کې لوی مخالف ګوند وايي دوی به نوی اساسي قانون چې د تصويبېدو اټکل يې کېږي وننګوي.
د ملي خلاصون ټلواله وايي د اساسي قانون په تړاو هغه ټولپوښتنه چې ښايي د اسلامپالو په ملاتړ له شپېته سلنې په ډېر اکثريت تصويب شي د رایو ورکولو بهير يې له بې نظميو سره مل و.
دغه ډله وايي ټولپوښتنه د ستونزې د حل لار نه ده او پر وړاندې به یې د دوی مبارزه دوام ولري.
د اساسي قانون پر سر رايه اچونې د ولسمشر مرسي د ملاتړو او آزاد خياله ډلو ترمنځ لوی درز پيدا کړی دی.












