'مصرۍ ټولپوښتنه په اکثریت رایو تصویب شوه'

د خپريدو وخت: 12:03 گرینویچ - 23 ډسمبر 2012 - 03 مرغومی 1391

د مصر حکومتي رسنۍ وايي د اساسي قانون د مسوودې پر سر شوې ټولپوښتنه چې اسلامپالي يې ننګه کوي د رایو په اکثريت تصويب شوې ده.

دغې ټولپوښتنې د سوريې خلک په ژوره توګه وېشلي وو.

ابتدايي پايلې ښيي چې دغه ټولپوښتنه له شپېته سلنې زياتو رايه ورکوونکو منلې، خو په رايه ورکولو کې د کډون کچه شاوخوا دېرش سلنه وه، چې ښکته بلل شوې ده.

د مصر لوی مخالف ګوند د رايو ورکولو پر مهال د بې نظميو له امله شکايت کړی دی.

دا د ولسمشر مرسي لپاره يو بری دی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .