د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي هېواد يې د سورېې د ولسمشر بشار الاسد د راتلونکې په اړه هېڅ غونډه نه ده جوړه کړې.
ښاغلي لاوروف هغه وروستۍ انګېرنې چې ګواکې روسيه د ولسمشر اسد په تړاو خپل دريځ ته بدلون ورکوي رد کړې.
روسيه او ايران د سوريې دوه کلک ملاتړي دي.
سرګي لاوروف دغه څرګندونې په جينيوا کې د سوريې په تړاو د بحث له بل پړاو نه وړاندې چې نن د روسيې، امريکا او نړېوال استازي لخضر براهيمي ترمنځ کېږي وکړې.












