ټاکل شوې چې نن په فلیپین کې د سولې یو تړون لاسلیک شي چې په دې هېواد کې ۴۰ کلنه لانجه پای ته ورسوي.
د تېرو څلورو لسیزو په تاوتریخوالي کې تر یو سل او شل زرو ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دغه تړون به د فلپین د حکومت او سترې حکومت مخالفې اسلامپالې ډلې، د مورو آزادي غوښتونکې ډلې ترمنځ لاسلیک کیږي.
د یاغیانو ډلې ویاند غادزالي جعفر وايي دوی بشپړ بې وسلې کولو ته تیار دي، د نوموړي په خبره"زما په آند موږ او زموږ کسان اړتیا نه لري چې وسلې وګرځوي، زموږ خلک او پلویان او مشران ښايي د بانګسامورو سمیې په حکومتي چارو کې ورګډ شي، نو ځکه موږ له دغې مسلې سره دا شان چلند کوو."












