د امريکا د ماليې وزارت د لبنان د حزب الله پر مشر حسن نصرالله او د دغه گوند په يو شمېر نورو وتلو څېرو نوي بنديزونه لگولي دي.
په هغه خبر پاڼه کې چې د دغه وزارت له لورې خپره شوې د دغو نويو بنديزونو لامل د سوريې له رژيم او د هغه هيواد له ولسمشر بشارالاسد نه د لبنان ملاتړ ښودل شوی دی.
مصطفى بدرالدين او طلال حميه دوه نورې هغه وتلې څېرې دې چې هم يې نومونه د لبنان دترهگرو ډلو په کتار کې ياد شوي او هم د تحريم شويو کسانو په ډله کې شمېرل شوي دي.












