جاپان خپل اتومي بټۍ تړي
د خپرېدو وخت
جاپان خپل اتومي ريکتورونه د لومړي ځل لپاره د تخنيکي عوارضو له امله تړي او دا به په تېرو څلورو لسيزو کې لومړی ځل وي چې جاپان له دغې انرژۍ بې برخې کېږي.
جاپان دغه ګام په هغه پسې اخلي چې تېر کال د زلزلې او څونامي له کبله د فوکوشيما اتومي بټۍ ته زيان ورسېد.
ځايي چارواکو دا رد کړې چې ګني دغه ريکتورونه به سره له دې چې خلکو ته زيان رسوي د برېښنا لپاره دا اوړی بېرته فعاله کړي.
جاپان اوس په زياته کچه مايع ګاز واردوي چې د انرژۍ په برخه کې خپلې اړتياوې پرې پوره کړي.














