ملګري‌ملتونه: افغانستان د ورپېښو ننګونو مقابلې لپاره د ښځو او نارینه‌و دواړو وړتیاو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو چارواکي له ښځو سره خبرې کوي

د عکس سرچینه، Getty

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) او د پرمختیايي پروګرام (یو‌این‌ډي‌پي) مشرانو په افغانستان کې د طالبانو حکومت له چارواکو او کډوالو سره لیدلي دي.

د یواین‌ایچ‌سي‌ار مشر برهم صالح او د یواین ډي‌پي مشر الکساندر ډي‌کور په کابل کې د کډوالو پر اړوندو مسایلو له خبرو وروسته دوشنبه مزارشریف ښار ته تللي وو.

هلته یې ولایتي چارواکو سره پر خبرو سربېره د کډوالو د یوه پنډغالي او د کار موندنې د څو پروژې وکتې.

په دغو پروژو کې د مېرمنو په ګډون یو شمېر ستانه شوي کډوال او ځایي خلک پر کار بوخت دي. دوی هلته د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې "د ننګونو او ستونزو هواري لپاره د نارینه‌و او ښځو دواړو له وړتیاو ګټه اخیستل په کار دي."

د دغو چارواکو له خولې ویل شوي چې افغانستان ته د دې لپاره تللي چې د ستنو شوو کډوالو ستونزې له نژدې وګوري.

د ملګرو ملتونو د دغو دوو لویو مرستندویه ادارو مشران په داسې حال کې افغانستان ته ځي چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه میلیونونه افغان کډوال په زور له ایستل کېدو وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د دومره لوی شمېر کډوالو ورستنېدو افغانستان د دوی په بیا ځای په ځای کېدو او نورو برخو کې له لویو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا د یو‌این‌اېچ‌سي‌ار مشر برهم صالح کابل ته له ورسېدو سره ویلي، چې "له ۲۰۲۳ کال راهیسې افغانستان ته د شپږ میلیونو کډوالو ستنېدل په نړیواله کچه [د کډوالو] تر ټولو لویه ستنېدنه ده."

په کابل کې د یواین‌ایچ‌سي‌ار مرستیال ویاند فرامرز برزین وايي دا پلاوی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د ستنېدونکو او نورو افغانانو له ستونزو نېغ په نېغه ځان خبر کړي."

دی وايي، د دغه سفر موخه په مسقیم ډول د هغو خلکو د ستونزو لیدل او هغوی ته له ورپېښو ننګونو څخه د ځان خبرول دي چې په ډېرو سختو حالاتو کې خپل هېواد ته ستنیږي.

افغانستان ته ستنېدونکي کډوال د کار او سرپناه د نشتوالي له ستونزو شکایت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وايي چې د سرپناه د ستونزې حل لپاره یې د کورونو د نومرو وېش پیل کړی دی .

د یواین‌ډي‌پي مشر الکساندر ډی‌کور مزارشریف کې د غالۍ اوبدلو پروژې د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل: "په داسې حال کې چې په میلیونونو کدوال ستنیږي، د شته ننګونو ځوابولو لپاره مېرمنو او نارینه‌و دواړو ته اړتیا ده. ټول باید لاس په کار شي که نارینه دي او که ښځینه."

په عکس کې د ملګرو ملتونو چارواکي ښکاري

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په مزار شریف کې د وچې میوې د پروسس یوې کارخونې ته هم ورغلي وو چې ستانه شوي کډوال پکې کار کوي

ملګري ملتونه له افغانستان سره د روغتیا په ګډون بېلابېلو برخو کې بشري مرستې کوي.

خو دا چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ټولیزه کچه کمه شوې، میلیونونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او په نړۍ او سیمې کې نوي کړکېچونه رامنځ ته شوي، نو ورسره د اړمنو افغانانو شمېر هم پام وړ لوړ شوی دی.

ښاغلي برزین وايي د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري له افغانانو سره مرستو ته ژمنه ده: "یواین‌ایچ‌سي‌ار ژمن دی چې له حاکمو چارواکو، مرستندویانو او نورو بشري ادارو سره په ګډه راستنېدونکو او نورو هغه کسانو ته چې زیانګالي دي، د ژوند د چارو په بیا منظمولو کې مرسته وکړي."

له ستنېدونکو کورنیو سره کډوال هم دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان ته د ستنېدونکو کورنیو د غړو یوه لویه برخه کوچنیان جوړوي

د سرپناه، کار او روغتیا له ستونزو اخوا یوه بله لویه مساله چې ستنېدونکي افغان کډوال ورسره مخامخ دي، د دوی د کوچنیانو د زدکړو موضوع ده.

له یوې خوا افغانستان کې له وړاندې پر ښوونیزو ادارو فشار ډېر دی او له بل پلوه اقتصادي ستونزې د دې لامل ګرځي چې د ګڼو کورنیو ماشومان له زدکړو پاتې شي.

خو د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون د زدکړو په ګډون دولس بېلابېلې کمېټې لري او د ستنو شوو کډوالو کوچنیانو ته د زدکړو فرصتونه هم برابروي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو له مخې افغانان په نړیواله کچه د کډوالو لویه برخه جوړوي.

د دې ادارې په وینا، په نړیواله کچه ورسره دوه اعشاریه شپږ میلیونه افغان کډوال ثبت دي، چې له دوی دوه اعشاریه دوه میلیونه یوازې په پاکستان او ایران کې راجستر شوي.

خو د غېر رسمي شمېرو له مخې په دغو هېوادونو کې د افغان کډوالو شمېر تر دې ډېر لوړ دی.