ملالې خپله کليزه د ښوونځي په پرانېستې ولمانځله
د خپرېدو وخت
د پوهنې او زده کړې نړيواله مبارزه، ملاله يوسفزۍ ۱۸ کلنه شوه، او خپله کليزه یې هم د لبنان بقاع دره کې د سوريې کډوالو نجونو ته د يوه ښوونځي په پرانيستو ولمانځله.
ملالې بي بي سي پښتو ټلويزيون سره ځانګړو خبرو کې وويل څو کاله کېږي چې د سوریې کډوالو ماشومانو روغتيا او پوهنې ته پام نه کېږي، او دا یې د غږ پورته کولو لپاره ورغلې ده.