د ملالې د سولې نوبل جایزه د ټولو پښتنو ویاړ
د خپرېدو وخت
د پښتونخوا ملالې یوسفرۍ چې په ۲۰۱۲ کال کې د طالبانو له وسله وال بریده ژوندۍ پاتې شوې، تېره اوونۍ یې په اوسلو کې د ۲۰۱۴ کال د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه.
ملاله چې په عمر ۱۷ کلنه ده، تر ټولو کشره ده چې دغه جایزه ګټي.
د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی وايي دغه جایزه د ټولو پښتنو لپاره د ویاړ خبره ده.
ښاغلي یوسفزي له بي بي سي پښتو ټلویزون سره په خبرو کې وویل د سولې جایزه په دې معنا نه ده چې د ملالې کار پای ته رسېدلی دی.
زموږ همکار عادل شاه زیب د ملالې پلار د نوبل جایزې ګټلو په اړه له خپل غبرګون پوښتلی او خبرې یې ورسره کړې دي.