د یونان پر اقتصادي کړکېچ خبرې ځنډېدلي

د خپرېدو وخت

د اروپايي ټولنې د مالیې وزیران وايي په یونان کې د یکشنبې ورځې )۵ جولای) د هو یا نه نظر پوښتنې تر پایلو وروسته به دغه هېواد ته پر نوي پور نه غږېږي.

د مالیې یونانی وزیر، یانېس ورفاکېس وايي که د نظرپوښتنې پایله هو وه نو له خپلې دندې به استعفی وکړي.

خو دی وايي، اوس هم ډاډه دی چې پر نوي پور تړون ته رسېدلی شي.

خو دې روانې اقتصادي لانجې پر عادي ژوند اغېز کړی دی.

نوې شمېرې ښيي چې د ګرځندوی صنعت ډېر ځپل شوی.