د یونان اقتصادي کړکېچ
د خپرېدو وخت
د اروپايي کمیسيون مشر ين کلوډ ينکر وايي له خبرو يې د يونان په تلو د تېر ايستنې يو څه احساس کړی، او غواړي يوروزون يو موټی پاتې شي.
په يونان کې به بانکونه يوه اوونۍ تړلي وي او د اتن ونډو بازار بيا نن راکړه ورکړه نه کوي.
د ونډو بازارونو دې کړکېچ ته ځواکمن غبرګون ښوولی دی.
د اروپا ونډو بيې د بازارونو له پرانيستې سره په تېزۍ لوېدلې، په داسې حال کې چې د يونان د پورونو کړکېچ لا په راسپړېدو دی.
د جرمني، فرانسې او هالنډ شاخصونه ټول څلور سلنه لوېدلي دي. په اسيا کې هم د ونډو بيې لوېدلې دي.