کونړ کې د مصنوعي غړو جوړونکې ټولنې ستونزې
د خپرېدو وخت
د افغانستان کونړ او نورستان ولايتونو کې د مصنوعي غړيو يوه جوړونکې مرستندويه ټولنه وايي که مالي مرستې ورسره ونه شي ښايي وتړل شي.
د پرمختيا او توان ټولنه له څو کلونو په اسد اباد کې فعاله ده.
دې ټولنې گڼ ځايي خلک په کار بوخت کړي او له څو کلونو راهيسې يې د سيمې معلولانو ته مصنوعي غړي جوړ کړي دي.
نعمت الله کرياب يې ليدو ته ورغلى و.