افغانستان کې په واک کې د ګډون په سر ناندرې
د خپرېدو وخت
د افغان حکومت ډېری وزارتونه لا اوس هم د چارسمبالو یا سرپرستو وزيرانو له لوري اداره کېږي.
همدا اوونۍ افغانې کابينې د هغو وزيرانو په ګډون چې له ولسي جرګې یې د هوکړې رايه ترلاسه کړې وه، خپله لومړۍ غونډه وکړه.
خو د واک او وزارتونو د وېش پر سر لانجې لا شته، او يو شمېر قومونو پرې نیوکې کړې دي.
ځينې لا وايي واک د وړتيا له مخې نه، بلکې پر توکميز بنسټ وېشل شوی دی.
حفيظ الله معروف پرې له کابله راپور لري.