د کرېکټ په کور لارډز کې یوه ورځ زده کړه

د خپرېدو وخت

افغانستان په لومړي ځل د کرېکټ په نړیوال جام سیالیو کې لوبېږي. په روان لومړي پړاو کې ټولټال شپږ لوبې لري، چې لومړۍ یې د فبرورۍ پر ۱۸ د بنګله دېش پر وړاندې ده.

افغانستان کې دننه او د نړۍ لروبر کې ګڼ شمېر افغانان به د خپل هېواد لوبډلې فعاليت کتلو ته سترګې پر لار وي، خو ښايي ډېر داسې هم وي چې د کرېکټ پر لارو چارو او دودونو پوهاوي کې له ستونزو سره مخامخ وي.

ثنا ساپۍ د لندن مشهور لوبغالي، لارډز ته ورغلې وه چې پر دې لوبه ځان او هم نور مينه وال ښه پوه کړي.