د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاروف خبرداری ورکړی که په سوریه د حکومت او یاغیانو ترمنځ خبرې پیل نه شي نو په وینا سوریه به له خونړیو ګډوډيو سره مخامخه شي.
هغه وویل په سوریه کې د سیاسي حل لپاره هیلې په کمیدو دي او پر امریکا او نورو هېوادونو یې غږ وکړ چې د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره خپلې هلې ځلې دوه برابره کړي.
ښاغلي لاوروف دغه څرګندونې په روسیه کې له لوړ پوړو سوریايي دیپلوماتانو سره تر خبرو وروسته وکړې.
تر دې وړاندې د سوریې لپاره د نړیوالې ټولنې استازي احضر براهیمي هم په سوریه کې د ملي متحد حکومت د ژر جوړیدو غوښتنه وکړه.












